اسلام آباد 08 جون (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئيلي دي د پاكستان سټېل مل په اړه چې كومه پرېكړه هم وي، سپېځلې به وي، د مفادات ټكر به د دغې په لاره كښې خنډ جوړ نه كړے شي. ده دا خبرې د ګل په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د پاكستان پيپلز پارټۍ سېنېټر ميا رضا رباني د اعتراض د نكتې په ځواب كښې وكړې. ده ووئيل د پاكستان تحريك انصاف حكومت به روايت په ځاے ساتي كه هغه د كابينې كوم غړے وي يا كوم بل شخصيت، د مفادات ټكر په اړه باور دركوم چې د پاكستان سټېل مل په اړه چې كومه پرېكړه هم وي، سپېځلې به وي۔ده ووئېل د مفادات ټكر به د دغې په لاره كښې خنډ جوړ نه كړے شي. د دې څخه وړاندې سېنېټر رضا رباني ووئيل د سټيل مل نه 9350 ملازمان فارغ كولې شي، په دې اړه د سترې محكمې د پرېكړې حواله وركولې شي كه هر څو سترې محكمې نېغ په نېغه داسې كوم امر نه دے كړے ځكه چې دا د خلقو د حقونو معامله ده كه د سترې محكمې نه داسې پرېكړې راشي نو بيا به خلق خپلو حقونو لپاره كوم ځاې غږ پورته كوي. ده ووئيل د سټيل مل په اړه پرېكړه د شريكې ګټې په كونسل كښې كېدې شي، وفاقي كابينه كه د دې منظوري وركړي نو دا به مناسب فورم نه وي
د پاكستان سټېل مل په اړه چې كومه پرېكړه هم وي سپېځلې به وي، د مفادات ټكر به د دغې په لاره كښې خنډ جوړ نه كړے شي. د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير شبلي فراز سېنېټ كښې د اعتراض په نكته څرګندونې
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی پیشن گوئی