اسلام آباد۔21مارچ(اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي په اولس زور راوړے دے چې د كورونا نه د بچ كېدو وېكسين دے ضرور ولګولے شي۔ په دې اړه دې د شك او شبې پېدا كوؤنكو نه ځان خبردار وساتلې شي ولې چې هغوي ته د كووېډ وېكسين په حقله معلومات نشته۔ هغه دا خبره د اتوار په ورځ خپل يو ټويټ كښې وكړه۔ د وزیراعظم عمران خان د کورونا ټېسټ مثبت راتلو نه وروسته د وېكسين افاديت په اړه د شك او شبې پېدا كوؤنكو لخوا د پورته كړې شويو سوالونو په ځواب كښې صدر مملكت ووئيل د كورونا وېكسين دوه خوراكونه وركولې شي او د دې اثر رامخې ته كېدو كښې څو اونۍ لګي۔ هغه ووئيل په زياتره كېسونو كښې وېکسین 100 فیصده اثر لرونكې وي او په نورو كېسونو كښې دې سره د لوئے څښتن په فضل د انفېكشن شدت كښې كمې هم رامخې ته كېږي چې ورسره د رنځور د بچ كېدو امكانات سوا كېږي۔ صدر مملکت ډاكټر عارف علوي او بېګم ثمينه علوي دواړو د روانې مياشتې په 15 مه نېټه وېكسين لګولي وو۔ صدر مملکت خپل ټويټ كښې وزیراعظم عمران خان او اولنۍ مېرمنې لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كولو سره دعا وكړه چې لوئے څښتن دے دواړو ته زر تر زره شفا وركړي۔
كورونا نه د بچ كېدو وېكسين دے ضرور ولګولے شي۔ صدر مملكت ډاكټر عارف علوي
مضمون کا ماخذ : prêmios raspadinha