اسلام آباد 08 جنوري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي چې اولس دې په دې ورځو كښې د غره ايزو سيمو د سفر څخه ډډه وكړي، مري ته تلونكې ټولې لارې به نن د اتوار تر شپه 9 بجو پورې بند وي، په اوسني صورتحال كښې دې سېلګري مري ته تللو لپاره قانون نافذ كوونكو ادارو سره د جګړې نه ډډه وكړي. د خالي په ورځ نجي ټي وي چېنل سره په خبرو كښې ده ووئيل چې په وړومبي ځل مري ته دومره سېلګري رسېدلي دي او دې سره ټرافيك په ځائ ودرېدلې. شېخ رشيد احمد ووئيل چې د پنجاب حكومت د سېلګرو اسانې لپاره ټول رېسټ هاٶسز پرانستي دي. د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې حكومت د پوليسو مرستې لپاره رېنجرز په ځائ كړي دي. د مري ځائي خلق شناختي كارډ ښودلو سره خپلو كورونو ته بېرته تللې شي.
مضمون کا ماخذ : راکی