اسلام آباد 05 مئي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت ميا فرخ حبيب وئيلي دي په هېواد كښې سپېځلې ټاكنې كولو او د هېواد د ګټې په خاطر دې اپوزيشن ګوندونه په انتخابي اصلاحات خبرو لپاره پارلمان ته راشي. د شورو په ورځ نجي ټي وي چېنل سره په خبرو كښې وزير مملكت ووئيل وفاقي كابينې بهر مېشه پاكستانيانو ته د الېكټرانك ووټنګ مشينونو د لارې د خپل ووټ كارولو د حق وركولو منظوري وركړې. بايد اپوزيشن ګوندونه په دې معامله رائې وركړي. ده ووئيل د يو آرډيننس د لارې د پاكستان د ټاكنو كميشن ته د اي وي اېم د استعمال اختيار وركړے شوے. ده ووئيل بهر مېشته 9 لكه پاكستانيان حق لري چې دوي په ټاكنو كښې خپل ووټ كاسټ كړي. ده ووئيل د پاكستان تحريك انصاف سياست د احتساب او سپېځلتيا په بنياد دے. اوسنے حكومت په سباٶن كښې سپېځلې ټاكنې باوري كولو لپاره هڅې كوي. ده ووئيل حكومت په هېواد كښې د اي وي اېم استعمال لپاره چمتو دے او حكومت دې مقصد لپاره قانون سازي مكمل كړې. ده ووئيل حكومت سياسي اتفاق سره انتخابي اصلاحات كول غواړي. د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل اولس ته د دوي حق په درشل وركول د وزيراعظم عمران خان وړومبې ترجيح ده. حكومت په ګرانې قابو موندلو لپاره هر ډول ممكنه اقدامات كوي
په هېواد كښې سپېځلې ټاكنې كولو او د هېواد د مفاد په خاطر دې اپوزيشن ګوندونه په انتخابي اصلاحات خبرو لپاره پارلمان ته راشي. د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت ميا فرخ حبيب ټي وي چېنل سره خبرې
مضمون کا ماخذ : apostas lotomania