اسلام آباد 30 جولائي (اے پی پی﴾ د پاكستان د 22م منتخت وزيراعظم ټاكنه به ﴿سبا﴾ د نهې په ورځ كولې شي٬ د مسلم ليګ ﴿ن﴾ لخوا شاهد خاقان عباسي د وزيراعظم چوكۍ لپاره كانديد نومول شوے او د تحريك ا نصاف كانديد شېخ رشيد احمد دے۔ لياقت علي خان د هېواد وړومبې منتخب وزيراعظم و كوم چې د اګست كال 1948م نه تر ستمبر كال 1952 وزيراعظم پاتې شوے۔ ملك فېروز خان نون د دسمبر كال 1957 نه تر اكتوبر 1958 دويم وزيراعظم پاتې شوے۔ نورالامين په كال 1971م كښې دريارلس ورځو لپاره وزيراعظم پاتې شوے۔ ذوالفقار علي بهټو د پاكستان څلورم وزيراعظم و٬ هغه د اګست كال 1971م نه تر جولائي كال 1977م وزيراعظم پاتې شوے۔ بېنظير بهټو د دسمبر كال 1988 نه تر اګست كال 1990م وزيراعظمه پاتې شوې۔ محمد نواز شريف د نومبر كال 1990م نه تر اپرېل كال 1994م په وړومبي ځل وزيراعظم او د هېواد 7م منتخب وزيراعظم پاتې شو۔ هغه د مئي كال 1993م نه تر جولائي كال 1993م هم وزيراعظم پاتې شوے٬ د ده نه پس بېنظير بهټو دويم ځل لپاره په د اكتوبر كال 1993م نه تر نومبر 1996م وزيراعظمه پاتې شوې۔ بيا نواز شريف د فرورې كال 1997 نه تر اكتوبر كال 1999م وزيراعظم پاتې شو۔ د ده نه پس د نومبر كال 2002م نه تر جون كال 2004م ميرظفرالله جمالي٬ د جون 2004م نه تر اګست2004م چوهدري شجاعت حسېن او د اګست كال 2004م نه تر تر نومبر كال 2007م شوكت عزيز وزيراعظم پاتې شوے۔ يوسف رضا ګېلاني د مارچ كال 2008م نه تر اپرېل كال 2012م وزيراعظم پاتې شوے٬ هغه سترې محكمې په جون كال 2012م كښې نااهل ګرځولې و۔ راجه پروېز اشرف د جون كال 2012م نه تر مارچ كال 2013م وزيراعظم پاتې شوے۔ محمد نواز شريف د جون په 5مه نېټه كال 2013م كښې د هېواد 21م وزيراعظم ټاكل شوے و كوم چې سترې محكمې د جولائي په 28مه نېټه كال 2017م كښې نااهل وګرځولو۔ ﴿سبا﴾ د نهې په ورځ به د هېواد د 22م وزيراعظم ټاكنه كولې شي۔ د دې نه علاوه شپږ نګران وزيراعظمان هم پاتې شوي دي چې پكښې غلام مصطفٰي جتوئي٬ مير بلخ شېر مزاري٬ معين قريشي٬ ميا معراج خالد٬ محمد ميا سومرو او مير هزار خان بجاراني شامل دي۔
د پاكستان د 22م منتخت وزيراعظم ټاكنه به ﴿سبا﴾ كولې شي٬ د مسلم ليګ ﴿ن﴾ لخوا شاهد خاقان عباسي د وزيراعظم چوكۍ لپاره كانديد نومول شوے
مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپ کی تجزیات