اسلام آباد 09 ستمبر(اے پي پي) نوي ټاكلي شوي ??ولس مشر ډاكټر عارف الرحمن علوي ?? پاكستان ديارلسم اولس مشر ??ه حېث د خپلې چوكۍ سوګند پورته كړو٬ د اتوار په ورځ ايوان صدر كښې په يوه ساده ولې درنه دستوره كښې د سپريم كورټ ستر قاضي جسټس ثاقب نثار ډاكټر عارف علوي څخه دده د منصب سوګند واخست۔ دستوره كښې وزيراعظم عمران خان او پخواني اولس مشر ??منون حسېن هم ګډون وكړو۔ په دې مهال د سېنېټ چيئر مېن صادق سنجراني ٬ د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر ٬ د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن ٬ د درې واړو وسله والو ځواكونو مشران ٬ د پنجاب اعلی وزير عثمان بزدار ٬ د بلوچستان اعلی وزير جام كمال خان ٬ د سندھ اعلی وزير سيد مراد علي شاه ٬ د سندھ ګورنر عمران اسماعيل ٬ د پنجاب ګورنر چوهدري محمد سرور ٬ د خارجه چارو وزير شاه محمود قرېشي ٬ د اطلاعاتو و??اق?? وزير چوهدري فواد حسېن او د خزانې و??اق?? وزير اسد عمر په شمول اعلی سول او پوځي چارواكي موجود وو۔ د اولس مشر د سوګند پورته كولو دستوره كښې د سعودي عربستنان د اطلاعاتو وزير عواد بن صالح ٬ د چين خارجه وزير وانګ ژي ٬ غېر ملكي سفيرانو ٬ پارلماني غړو او د بېلو سياسي لارښودو په شمول د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونكو كسانو ګډون وكړو۔ دا خبره دې ياده وي چې ډاكټر عارف الرحمن علوي ?? روانې مياشتې په 4 مه نېټه اولس مشر ??اكلې ??وې وو(
ډاكټر عارف الرحمن علوي د هېواد ديارلسم اولس مشر په حېث سوګند پورته كړو
مضمون کا ماخذ : jogos de loteria Nordeste