اسلام آباد 20 ستمبر (اے پي پي) د مواصلات وفاقي وزير مراد سعيد وئيلي دي پاكستان كښې د سولې ثبات هېڅ مسئله نشته٬ کرکټ په سياست كښې شكېل كول خفګاني فعل دے ٬ نړيوالو سفيرانو٬ لوبغاړو او سېلګرو پاكستان محفوظ هېواد ګرځولے ، د نيوزي لېنډ لوبډلې دورې منسوخ كېدو نه پس د غ??ر ملكي لوبغاړو غبرګون د ټولو په وړاندې دے، د نيوزي لېنډ لوبډلې كپتان خپله هم وئيلي دي د پاكستان دوره منسوخ كول د كركټ زيان دے ۔ د ګل په ورځ نجي ټي وي چېنل سره په خبرو كښې ده وو??يل د وزيراعظم عمران خان په قيادت كښې پاکستان ورځ تر ورځه مخ په وړاندې روان دے٬ كوم خلق چې د هېواد په لوټ كولو كښې ككړ وٶ٬ د روپۍ روپۍ حساب به وركوي۔ ده وو??يل پاكستان د نړۍ امن لپاره بلها قربانۍ وركړي په كومو چې څوك سترګې نشي پټولې، افغانستان څخه د غ??ر ملكيانو د انخلاء په وخت هم پاكستان د وړومبي صف كردار لوبولے ۔ ده ووئېل غېر ملكيان د افغانستان نه پاکستان ته راغلل بيا خپلو اړوندو هېوادونو ته لاړل، ھغه وخت خو پاکستان محفوظ ٶ او اوس غېر محفوظ شوے ، دا د نړۍ لپاره يوه پوښتنه ده ؟۔ ده وو??يل پاكستان كښې د امن و امان هېڅ مسئله نشته٬ دلته د پي اېس اېل كامياب ټورنمنټ تر سره شوے او نړيوالو لوبغاړو پاكستان كركټ لپاره محفوط هېواد ګرځولے ، د دې نه علاوه د برتانيې شاهي كورنۍ پشمول د نړۍ د يو شمېر هېوادونو مشرانو او سفيرانو هم د پاكستان ستائنه كړې ۔ ده وو??يل هند د فېټف نه پس د كركټ په حقله د پاكستان په ضد په سازشونو كښې بوخت دے ، د هند خارجه وزير د دې خبرې اعتراف كړے چې هند غواړي چپاكستان په ګرے لسټ كښې برقرار وساتلے شي۔ ده وو??يل وزيراعظم عمران خان شوګر مل نه لري ځكه ھغه د بدعنوانه عناصرو په ضد د فرق نه غېر په احتساب ب??ور لري، كوم خلق چې د هېواد په لوټ كولو كښې ككړ وٶ ھغوي له به حساب وركول وي۔
کرکټ په سياست كښې ښكېل كول خفګاني فعل دے٬ نړيوالو سفيرانو٬ لوبغاړو او سېلګرو پاكستان محفوظ هېواد ګرځولے۔ وفاقي وزير مراد سعيد
مضمون کا ماخذ : ہیوگو 2