نیویارك 30 اکتوبر (اے پی پی) ملګرو ملتونو كښې د پاکستان مستقل استازي ډاکټر ملیحه لودھی مقبوضه کشمیر كښې د هندي عسكرو د جارحیت او په بې ګناه کشمیریانو د ریاستی تشدد سخته غندنه كولو سره وئيلي پاکستان د مقبوضه کشمیر اولس هلو ځلو رامخې ته كولو له په سیاسی او سفارتی كچه اقدامات کوي، مقبوضه کشمیر په اولس د هندي ظلمونو پلو د نړيوالې ورورولۍ پام راګرځولو او په هند فشار زياتولو له به خپلې هڅې رواني ساتو، د برهان وانی شهادت نه پس مقبوضه کشمیر كښې تر 170 ورځو کرفیو هند لپاره د شرم وړ خبره ده۔ دې دا خبره نیویارك كښې په مقبوضه کشمیر كښې د هندي جارحیت 70 كاله پھ پوره كيدو پاکستان هاؤس كښې د تورې ورځ يوې دستورې ته خطاب کښې وكړه ۔ دستوره كښې د پاکستان او کشمیر کمیونټۍ غړو ګڼ شمير كښې ګډون وكړو ۔ ډاکټر ملیحه لودھی ووئيل مقبوضه کشمیر په اولس د هندي ظلمونو پلو د نړيوالې ورورولۍ پام راګرځولو او په هند فشار زياتولو له پاکستان اقدامات کوي۔ دې ووئيل د برهان وانی شهادت نه پس مقبوضه کشمیر كښې تر 170 ورځو کرفیو هند لپاره د شرم وړ خبره ده ، په دې مهال تر اوسه 115کشمیریان شهيدان شوي دغسې 15 زره څخه زيات ژوبل شوي ، د هندي عسكرو لخوا د پیلټ ګنز كارولو سره د 150 څخه زيات کشمیریان په مستقل توګه ړانده كړې شوي۔ دې ووئيل د وزیراعظم محمد نوازشریف د سپارښتنې او مشورې ترمخه د ملګرو ملتونو په ټول فورمز د كشمير مسئله رامخې ته كولو له ټول اقدامات کوو۔ دې ووئيل د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په خپل خطاب كښی وزیراعظم محمد نواز شریف د کشمیریانو هلې ځږې رارمخې ته كړي ، وزیراعظم د کشمیریانو د حق خودارادیت ښه وکالت کړې او د نړيوالې ورورلۍ پام ئې دې پلو راګرځولې۔ په دې موقع د پاکستان قونصل جنرل راجا علی اعجاز د كشمير مسئلې تاریخی پس منظر او په کشمیری اولس د هندي جارحیت په اړه غونډه په تفصیلی توګه خبر كړه ۔ دستورې ته نورو هم خطاب وكړو
پاکستان د مقبوضه کشمیر اولس هلو ځلو رامخې ته كولو له په سیاسی او سفارتی كچه اقدامات کوي
مضمون کا ماخذ : ڈاگ ہاؤس