اسلام آباد 24 مارچ (اے پی پی) د جنوبي افريقې د نېشنل ډيفنس فورس مشر جنرال سولي ذكريا شوك د جمعې پھ ورځ د نيول هېډكوارټر دوره كړې ده او د چيف آف نيول سټاف اېډمرل محمد ذكاﺀالله سره يې ملاقات وكړو۔نيول هېډكوارټر ته په تګ چيف آف نيول سټاف اېډمرل محمد ذكاﺀ الله د هغه هركلے وكړو۔دغسې د پاك بحريه يوې چټك ډلې ده ته ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔د دې نه پس اېډمرل محمد ذكاﺀالله نيول هېډكوارټر كښې تعينات پرنسپل سټاف افسرانو سره د هغه تعارف وكړو۔د دې نه پس جنرال سولي ذكريا شوك د اېډمرل محمد ذكاﺀالله سره د هغه په دفتر كښې ملاقات وكړو۔د خبرو په مهال په پېشه وره چارو او په بېلو څانګو كښې د دوه اړخيزه دفاعي مرستې په اړه تفصيلي خبرې شوي
مضمون کا ماخذ : تھنڈرسٹرک II