وزيراعظم عمران خان 13 كروړه كسانو لپاره په وړو٬دالونو او غوړو 30 فيصده سبسډي 20 اربه روپو ماليت تاريخي پېكج وړاندې كړو٬په ګرانۍ قابو موندلو له چمتو يو٬اقتصادي اشاريې په سم پلو روانې دي۔قام ته خطاب


APP60-031121 ISLAMABAD: November 03 - Prime Minister Imran Khan addressing to nation on TV. APP

اسلام آباد 03 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان 13 كروړه كسانو لپاره په وړو٬دالونو او غوړو 30 فيصده سبسډي 20 اربه روپو ماليت تاريخي پېكج وړاندې كولو سره وئېلي دي چې حكومت په ګرانۍ قابو موندلو لپاره بشپړه ھڅې كوي٬په نړيواله كچه په ګرانۍ كښې 50 فيصده مقابله كښې په پاكستان كښې دا شرح 9 فيصده ده٬اشاريې په سم پلو روانې دي٬كه مافياز غلا شوې پيسې بېرته راوړي نو لوظ كوم چې په ګرانۍ كښې به 50 فيصده كمې وكړی شي٬ د كامياب پاكستان پروګرام لپاره 1400 اربه روپۍ بېلې كړې كېږي٬د هرې كورنۍ څخه به يو تن هنر مند جوړولې شي٬ 60 لكه تعليمي وظيفو لپاره 47 اربه روپۍ بېلې كړی كېږي٬د برآمدات٬كركيلې او تعميراتو څانګه د كورونا په مهال بچ كړې شوې٬مېډيا دې په انصاف او غېر جانبدارۍ اډاڼه تعميري تنقيد وكړي٬د شورو په ورځ قام ته په خپله وېنا كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل د فلاحي رياست پلو مخ په وړاندې تللو سره د پاكستان د تاريخ تر ټولو لويې فلاحي پروګرام اولس ته وړاندې كوم٬احساس ډلې درې كالو خوارۍ سره شمېرې جمع كولو سره د هېواد د هرې كورنۍ د حالاتو څخه خبرتيا ترلاسه كړې٬دا يو مشكل كار و اوس په دغه بنياد دا فلاحي پروګرام اعلانوم۔وزيراعظم ووئيل مونږ ته چې په ورثا كښې كوم پاكستان ترلاسه شوې په هغې كښې معاشي حالات خراب و دغسې د پاكستان دتاريخ لويه خساره او قرضه هم مونږ ته ورثه كښې ترلاسه شوې٬د قرض وركولو لپاره روپۍ نه وې٬د سعودي عرب٬متحده عرب امارات او چين مننه كوو چا چې مرسته كړې۔په سختو حالاتو كښې يې د پاكستان مرسته كړې٬چې له امله يې پاكستان ديفالټ كېدو څخه بچ شوې٬د ډالرز د كمي له امله آئي اېم اېف ته مونږ رجوع كړې۔وزیراعظم ووئيل دوه كروړه كورنيو لپاره د اوسنۍ ګرانۍ ترمخه 120 اربه روپۍ خصوصي سبسډي پیکج وركړې كيږي چې ترمخه به ئې د ټولنې غريب او کمزور طبقو له په غوړو ،اوړو او دالونو 30 فیصده سبسډي وركولې شي۔ ده ووئيل په مجموعي توګه به هېواد كښې 13 کروړه وګړو ته ګټه وشي كوم چې د مجموعي آبادۍ 53 فیصده ده، تيره ورځ وفاقي کابینې ټول هېواد كښې د دې پروګرام جاري كولو منظوری وركړې وه۔ ده ووئيل كله چې پاکستان تحریك انصاف ته حکومت ترلاسه شو نو معاشی حالات زيات خراب ؤ ، پاکستان د تاریخ تر ټوله خسارہ او قرضه ورثه كښې ترلاسه شوي،پانګې د نه لرلو برابر وې او قرض وركولو لپاره رژپۍ نه وې۔ وزیراعظم عمران خان د سعودی عرب، متحدہ عرب امارات او چین مننه وكړه چا چې مرسته كړې وه۔ ده ووئيل پاکستان ته د زرمبادلې پانګو كښې كمې له امله آئي اېم اېف ته رجوع كول ته حاجت پېښ شو، حکومت وړومبې كال د هېواد مستحکمولو كښې ولګولو كله چې استحکام ته نزدې شو نو د تاریخ تر ټولو لوئ بحران کورونا وبا سره مخ شو۔ ده ووئيل يواځې پاکستان نه ټوله نړۍ د کورونا نړيوالې وباﺀ له امله ځپلې شوي، غریب هېوادونه د کورونا بحران له امله زيات ځپلې شوي۔ده ووئيل په سخت وخت كښې چې مونږ څه ډول پريكړې كړې هغه د ستائنې وړ دي،بل پلو ګاونډي هېواد كښې د کورونا په مهال په روغتونونو كښې ځائې نه ؤ ،هند كښې صورتحال خراب شو او آکسیجن ناپید شو۔ وزیراعظم ووئيل پاکستان بشپړه لاك ډاؤن ونه كړو بلکه سمارټ لاك ډاؤن تګلاره ئې خپله كړه كومه چې زياته موثره ثابته شوه او د پاکستان د کورونا انتظامات په نړيواله كچه وستائلې شول۔ده ووئيل امريكې د لاك ډاؤن څخه معيشت ويستلو لپاره 4 زره اربه ډالره پېكج وركړې دغسې پاكستان د دې په مقابله كښې 8 اربه ډالره خرڅ كړي۔ده ووئيل وزيراعظم د تعميراتو څانګې حواله وركولو سره ووئيل په دې څانګه كښې دا مهال د 600 اربه روپو منصوبې روانې دي۔ده ووئيل په هېواد كښې د برېښنا په كهپت كښې 13 فيصده اضافه شوې دغسې ټېكس محصولات كښې 37 فيصده اضافه شوې٬زمونږ معاشي اشاريې په سم پلو روانې دي٬وزيراعظم اعتراف وكړو چې د ګرانۍ مسئلې سره مخ يو٬د اپوزېشن كار تنقيد كول دي٬د تنقيد څخه د ټولنې ګټه كېږي۔ده مېډيا ته ووئيل چې توازن راولي او دا اوګوري چې هېواد كښې كومه ګراني كېږي د دې لويه وجه په نړيوالو په كچه په بيعو كښې اضافه ده۔وزيراعظم ووئيل په امريكا كښې ګاز 116 فيصده٬په اروپاﺀ كښې 103 فيصده اضافه شوې خو په پاكستان كښې د درآمد كېدونكي ګاز بيعه زياته شوې۔وزيراعظم ووئيل په هند كښې د پېټرولو بيعه 250 روپۍ٬په بنګله دېش كښې 200 روپۍ دغسې په پاكستان كښې 138 روپۍ يو ليټر دے۔وزيراعظم ووئيل د تېلو درآمد كونكو هېوادونو كښې په پاكستان كښې د يو ليټر بيعه تر ټولو كمه ده۔د پېټرولو بيعه به زياتول وي او كه داسې ونه شوه نو زمونږ خساره به زياته شي او محصولات به كم شي۔وزيراعظم ووئيل دوه كروړه كورنيو لپاره 120 اربه روپۍ تاريخي پروګرام اعلان شوې دې څخه به 13 كروړه كسان مستفيد شي۔وزيراعظم ووئيل د احساس پروګرام ترمخه 260 ارب روپو بېل پروګرامونه چلېږي٬د كامياب پاكستان پروګرام ترمخه 14 اربه روپۍ بېلې كړی شوي دي چې له مخې به يې 40 لكه كورنيو له د كورونو جوړولو لپاره د سود نه غېر قرضې وركولې شي۔وزيراعظم ووئيل د كامياب جوان پروګرام ترمخه كاروبار لپاره 30 اربه روپۍ قرض وركړې شوې۔د پاكستان د تاريخ تر ټولو لويې 60 لكه تعليمي سكالرشپ پروګرام لپاره به 47 اربه روپۍ خرڅ كولې شي۔په دې كښې به صوبې هم شامل وي۔وزيراعظم عمران خان د صحت كارډ په حقله د اول څخه زما دا خواهش و كه ماته موقع ترلاسه شوه نو هر يو پاكستاني لپاره به هېلت انشورنس وركولې شي٬دا مهال په خېبرپښتونخوا كښې 100فيصده كورنيو له دا آسانۍ وركړې كېږي٬اسلام آباد٬ګلګت بلتستان او آزاد كشمير كښې دا آسانۍ وركړې كېږي٬په پنجاب كښې به تر مارچ 2022 هرې كورنۍ ته دا آسانۍ ترلاسه شي۔وزيراعظم د سندھ حكومت ته ووئيل دا پروګرام يو لويې نعمت دې دا دې په سندھ كښې هم پیل كړی شي۔وزيراعظم صنعت كارو ته ووئيل چې په خپله ګټه كښې خواري كښ هم شامل كړي او د هغوي تنخاګانې زياتې كړي

متعلقہ مضامین

سلاٹس پر مفت اسپن کو کیسے متحرک کریں۔_سلاٹ بونس گیمز_علامتیں_آٹو پلے سلاٹ گیمز_فون سلاٹ گیمز کے ذریعے ادائیگی کریں۔ سلاٹ گیمز کے ساتھ کیسینو_آن لائن کیسینو سلاٹ مشینیں۔_عملی پلے سلاٹس_آٹو پلے سلاٹ گیمز_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں بہترین فطرت پر مبنی سلاٹس_سلاٹ مشین ایپس_Novomatic Slot Machines_افسانوی مخلوق سلاٹ مشینیں_سلاٹ مشین کے جائزے اور درجہ بندی پاکستان کے لیے ٹاپ اردو سلاٹ ایپس_آٹو پلے کی خصوصیات کے ساتھ بہترین سلاٹس_سب سے بڑے سلاٹ جیک پاٹس_مائیکرو گیمنگ سلاٹس_ویڈیو سلاٹس پر جیتنے کا طریقہ NetEnt Slot Games_iOS آلات پر سلاٹ گیمز کھیلیں_فوری جیت کے ساتھ سلاٹس_بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹ مشین_سلاٹ گیمز اسلام آباد میں مقبول ہیں۔ نیٹلر سلاٹس_پاکستان میں موبائل کے لیے مفت سلاٹ گیمز_پاکستان کے لیے آن لائن سلاٹس_گولیاں کے لیے مفت سلاٹ گیمز_ٹاپ ریٹیڈ سلاٹ ایپس بڑے جیک پاٹس کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_فوری کھیلنے کے اختیارات کے ساتھ سلاٹ گیمز_اردو میں کیسینو سلاٹس_پاکستانی کھلاڑیوں کے لیے آن لائن سلاٹ ٹورنامنٹ_ٹاپ سلاٹ گیم فورمز ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پلےٹیک سلاٹس_سلاٹ مشین_سلاٹ مشین کی ادائیگیوں کو محفوظ بنائیں_آئی فون پر سلاٹ گیمز ہائی لمیٹ سلاٹ مشینیں۔_سمندری ڈاکو سلاٹ مشینیں۔_فوری جیت سلاٹ مشینیں_کیسینو سلاٹ گیمز فیڈ بیک_ایک سے زیادہ بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس