اسلام آباد 80 دسمبر (اے پی پی) د سرمایه کارۍ بورډ چیئرمېن ډاکټر مفتاح اسماعیل وئيلي دې چې سی پیك سره به د سيمې هيوادونو كښې معاشی اړيكې لا قوي شي، پرمختګ او سوكالي به هم زياته شي، د پاکستان څلورو واړو صوبو ته به د سی پیګ پروژې څخه يو برابر موقعې ترلاسه شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په اېس ډي پي آئي كښې د پرمختګ پحقله 19م كنفرنس ته خپله وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل د منصوبې بشپړېدو سره به هېواد ته د 150 اربه روپۍ سرمايه ??اري راشي۔ ده ووئيل د توان حاجت ترسره كولو له كاسا 1000 منصوبې ته پام ګرځولې شوې۔ كنفرنس ته د وزیراعظم د خارجه چارو سلاكار سرتاج عزیز ووئيل چې د منطقې امن او سوكالۍ له د سيمې د هېوادونو ترمېنځه مرسته ضروري ده۔ د كنفرنس مشرۍ په مهال د موسمياتي بدلون وفاقي وزير زاهد حامد ووئيل چې حکومت كوټلې پرمخ??ګ ترلاسه كولو له د وژن 2025ء ترمخه ګڼ ګامونه پورته كوي
سی پیك سره به د سيمې هيوادونو كښې معاشی اړيكې لا قوي شي
مضمون کا ماخذ : ریل رش