اسلام آباد 18 جنوري (اے پي پي) د وزيراعظم د خارجه چارو صلاحكار سرتاج عزيز بنكاك كښې تهائي لينډ رائل ګرينډ پېلس ته تللې دې او د تهائي لينډ باچا بهومي بول ادليادج ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كړې دې ۔د خارجه دفتر وياند له مخې د تهائي لينډ حكومت او خارجه وزارت سينئر چارواكو شاهي محل كښې د خارجه صلاحكار هركلے وكړو۔سرتاج عزيز د اولس مشر ممنون حسېن لخوا د ګلونو څادر خپور كړو او د تهائي لينډ نوې بادشاه ماهاوجيرا لونګ كورن او د شاهي كورنۍ نورو غړو سره ئې د زړه د كومې غمرازي وكړه۔وياند له مخې خارجه صلاحكار د آنجهاني بادشاه په درناوي كښې په رائل ګرينډ پي??س كښې اېښودې شوي تعزيتي كتاب كښې خپل تاثرات قلمبند كولو سره ووئيل آنجهاني بادشاه بهومي بول تهائي د اولس خوښ لارښود ؤه ??وم چې خپلې ټولې توانائې د اولس خېرښېګړی لپاره وقف كړې وې۔خارجه صلاحكار ووئيل آنجهاني بادشاه تل لپاره به د پاكستان ملګري په توګه يادولې شي۔د پاكستان اولس د هغه په مړينه ډېر خفه شوې ۔د تهائي لينډ بادشاه بهومي بول ادليادج 13 اكتوبر 1916 كښې مړ شوې ؤه۔(
د وزيراعظم د خارجه جارو صلاحكار سرتاج عزيز بنكاك كښې د تهائي لينډ رائل ګرينډ پېلس ته لاړ او د تهائي لينډ باچا بهومي بول ادليادج ته ئې د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كړې
مضمون کا ماخذ : ماہی گیری کا جنون