ملګري ملتونه 22 فروري(اے پي پي) د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل لخوا په مقبوضه كشمير كښې د پلوامه پېښې يوه اونۍ پس په جاري بيان كښې د ځانمرګي بريد غندنه كړې ده او پېښه كښې د پاكستان ككړتيا ټولې هندۍ هڅې ئې رد كړي دي۔بيان كښې وئېلي شوي پنځلس كسيزه سلامتي كونسل په مقبوضه جمو او كشمير كښې د ځانمرګي بريد سخته غندنه كوي چې پكښې د 40 څخه زيات هندي عسكر مړه او ګڼ شمېر ژوبل شوي وو۔د فرورۍ په 14مه نېټھ كال 2019 د شوي بريد ذمه واري جيش محمد قبوله كړې وه۔سفارتي ذريعو اے پي پي ته ووئيل د تېرو شپږو ورځو په مهال د هند لخوا د سلامتي كونسل غړو ته پرله پسې وئېلي شوي چې هغوي په خپل بيان كښې د پاكستان نوم شامل ك??ي خو پاكستانو سف??رتكارو د هڅو له امله هند په خپل مقصد كښې كاميابي ترلاسه نه كړه۔په سف??رتي ډګر د ن??كامۍ نه پس هند اوس د سلامتي كونسل په بيان كښې د جيش محمد ن??مه خپله كاميابۍ ګڼي ۔۔۔۔۔خو سف??رتي پوهانو وئېلي دي په جيش د وړاندې څخه په په پاكستان كښې بندېز لګولې شوې ولې چې ملګرو ملتونو دا تنظيم په بليك لسټ كښې شامل ك??ے ؤ ۔يو افريقي سف??رتكار پوښتنه وكړه چې اوس هند د كوم څيز خوشحالي لمانځي۔د سلامتي كونسل په بيان كښې د پلوامه پیښه د ترهه ګرۍ په ځاې يو ځانمرګي بريد ګرځولې۔بيان كښې وئېلي شوي د كونسل غړي د ترهه ګرۍ هر ډول اقسام غندنه كوي او د دې خاتمې لپاره لوظي دي ولې چې د دې له امله نړيوالې سلامتيا او امن ته خطره پیښ دے
د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل لخوا د پلوامه پېښې يوه اونۍ پس د ځانمرګي بريد غندنه
مضمون کا ماخذ : لوٹوفاسیل