اسلام آباد 07 مارچ (اے پي پي﴾صدر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي اسلام د امن٬ورورولۍ او روادارۍ درس وركوي٬مونږ له د حضور اكرم(ص)په تعليمات عمل كول پكار دي٬علماﺀ او مشائح د محراب او منبر مهمې ستنې دي٬اصلاح د ټولنې د تربيت د لارې ممكن ده٬د پیښور پېښې غندنه كوو٬ ځېنې عناصر مذهبي كركه پیدا كول غواړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د علماﺀ او مشائخ كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال كړی۔د كنفرنس اهتمام د پاكستان علماﺀ كونسل كړے ؤ ۔په كنفرنس كښې د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نور الحق قادري٬د وزيراعظم د مذهبونو همغږۍ خاص مرستيال او د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن علامه طاهر محمود اشرفي٬د اسلامي نظرياتي كونسل چيئرمېن ډاكتر قبله اياز٬پير نقيب الرحمان٬د مختلف مكاتب فكر علماﺀ كرام٬سفارتكارو او نورو شخصياتو ګډون كولو۔صدر ډاكټر عارف علوي په هېواد كښې رواداري قائمولو لپاره اسلامي نظرياتي كونسل او علماﺀ او مشائخ كردار ته پیرزوئنې وړاندې كړې۔ده ووئيل د ټولنې تعمير د اقدارو او اخلاقياتو په بنياد پكار دے ٬اصلاح د ټولنې د تربيت د لارې ممكن ده ٬ د كومې چې وړومبۍ ستن خپل كور دے٬په نړۍ كښې دا مهال د كور او خاندان نظام كمزورې شوے ۔صدر مملكت ووئيل د علماﺀ اثر او رسوخ په هر ځاے دے او هر څوك د هغوي خبره اووري۔ده ووئيل نبي كريم(ص)د اخلاق او روادارۍ درس وركړے ٬اسلام 1400 كاله وړاندې مېرمنو ته حقونه وركړي او د مېرمنو وراثت په اړه حكومت ډېر لويې اقدام پورته كړے۔صدر ډاكټر عارف علوي ووئيل زمونږ ټولنه د 40 كلونو څخه زياته د افغان كډوالو كوربتوب كوي او د دې په نتيجه كښې د هېواد په معيشت بوج هم پريوتے ۔دستورې ته په خپله وېنا كښې د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نور الحق قادري ووئيل په هېواد كښې د كركې خپرېدو هڅه كېږي٬د پېښور پیښه هېواد د عدم استحكام سره د مخ كولو هڅه ده۔پاكستان د كورونا اېس او پيز سره جوماتونه پرانستې او علماﺀ سره يې رابطه ساتلې۔ده ووئيل په پېغام پاكستان ټول علماﺀ متفق دي٬په هېواد كښې د امن او مان لپاره د امنيتي ادارو سره سره اولس هم قربانۍ وركړي۔ده ووئيل د دښمن عزائم ناكامه كولو لپاره به ټولو له په ګډه كار كول وي
اسلام د امن٬ورورولۍ او روادارۍ درس وركوي٬مونږ له د حضور اكرم(ص)په تعليمات عمل كول پكار دي٬علماﺀ او مشائح د محراب او منبر مهمې ستنې دي٬اصلاح د ټولنې د تربيت د لارې ممكن ده۔ د صدر ډاكټر عارف علوي پاكستان علماﺀ او مشائخ كنفرنس ته وېنا
مضمون کا ماخذ : سمندری ڈاکو گولڈ