اسلام آباد 15 مارچ (اے پی پی) هېواد كښې د شپږمې سر شمېرې وړومبې پړاؤ پیل شوې٬ د سر شمېرې عمل دوهم پړاؤ به تر 25 مئي بشپړ شي۔ د وړومبي پړاؤ په مهال د هېواد پ?? 63 ضلعو كښې د سر شمېرې عمل پیل شوې كوم به چې تر 15 اپرېل بشپړ كړې شي او دوهم پړاؤ به په 25 اپرېل پېل كېږي۔پھ وړومبي پړاؤ كښې به 63 ضلعو كښې سر شمېره كولې شي۔ په دې كښې د پ??جاب 16 ٬ د سندھ 8 ٬ د خېبرپښتونخوا 13 ٬ د بلوچستان 15 ٬ د آزاد جمو كشمير 5 او د ګلګت بلتستان 5 ضلعو نه ځانله اورك??ئۍ ايجنسي هم شامل ده۔ پھ دوهم پړاؤ كښې به د ګرد هېواد پھ 88 ضلعو كښې سړي سر شمېرې كېږي٬په دې مهال به د پ??جاب او سندھ 21 ٬ 21 ٬ د خېبرپښتونخوا 18 ٬ بلوچستان 17 ٬ آزاد كشمير او ګلګت بلتستان 5 ٬ 5 ضلعو او وفاقي پايه تخت اسلام آباد كښې د سړي سر شمېرې عمل بشپړ كړے شي۔پاكستان كښې د 19 كلونو دمې څخه وروستو د سړي سر شمېرې عمل كېږي۔ پھ دې لړ كښې انتظاميې او د امنيت بشپړه انتظامات شوي۔ د سړي سر شمېرې عمل كښې 1 لك 18 زره څخه زيات غړي برخه اخلي۔ پھ دې عمل كښې د پ?? پوځ معاونت هم ترلاسه دې او د پاك پوځ تقريبا 2 لكه اهلكار برخه اخلي۔ دا ځل به سړي سر شمېره كښې معذور او نرښځي هم شمېرلې شي۔ دې سره سره پھ فارم كښې د غېر ملكيانو اندراج لپاره هم خانه جوړه كړې شوې۔ د افغان كډوالو كارډ لرونكو اندراج هم د غېر ملكيانو په خانه كښې كولې شي۔ اولس مشر ممنون حسېن د شورو په ورځ د سړي سر شمېرې په باضابطه توګه پرانسته وكړه۔ پھ دې لړ كښې ده په كراچۍ كښې پھ سټېټ ګيسټ هاؤس د سړي سر شمېرې لمبر پخپله ولګولو۔ د شمارياتو چيف آصف باجوه پھ اټك كښې د سړي سر شمېرې پرانسته وكړه په دې مهال ده اولس ته خواست كولو سره ووئيل چې هغوي دې د سړي سر شمېرې ډلې سره مرسته وكړي او دوي ته دې معلومات صحيح وركړي۔ده ووئيل دا يوه قامي فريضه ده۔د دې فريضې ترسره كولو له به مونږ له خپلې ذمه وارۍ ايماندارۍ سره ترسره كول وي۔په دې حقله وفاقي وزير اسحاق ډار په خپل يو بيان كښې وئېلي دي چې سپيځلې سړي سر شمېرې د ټولو اړوندو ادارو پھ مرسته كاميابه جوړیدې شي۔د شمېرو مصدقه كېدل باوري كولو له د كورنۍ مشر يا ذمه وار تن قامي شناختي كارډ ضروري دې۔بيا هم د كومې كورنۍ كسان كه قامي شناختي كارډ نه لري نو دوي د خپل پیژندګلو تصديق له نور دستاويزات وړاندې كولې شي
هېواد كښې د شپږمې سر شمېرې وړومبې پړاؤ پیل شو٬د سر شمېرې عمل دوهم پړاؤ به تر 25 مئي بشپړ شي
مضمون کا ماخذ : بفیلو بلٹز