سيالكوټ 19 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي مونږ به د قام په وړاندې بريالې كېږو٬مونږ ته د حساب راكولو په ځاې زمونږ نه حساب غواړي٬كه څلور كاله منفي سياست نه ؤ شوے نو نن به پاكستان د پرمختګ نورې هم لوړې كچې ته رسېدلې ؤ ٬تماشه لګونكو د كال 2013م نه دا كار پېل كړے ؤ ٬درې كاله د وزيراعظم او دوه ځله د اعلٰی وزير په چوكۍ پاتې كېدو سره ه?? د ??لله شكر دے چې په مونږ د يوې ټكې د بډو تور نشته٬استعفٰی غوښتونكي قام څو ځله رد كړي٬دا پاكستان د استحكام نشي ليدلې٬په كال 2018م كښې به د هېواد نه لوډشېډنګ مكمل ختم شي٬نواز شريف د ووټ په زور نه لرې كونكي خلث اوس تماشې كوي٬د خپلو مقاصدو نه به په شا نه شوو٬مونږ به محنت كوو او خپل فرض به ترسره كوو٬تماشه لګونكي به ډوګډوګي غږوي۔د شورو په ورځ د سيالكوټ په كامرس او انډسټرۍ چېمبر كښې كاروباري شخصياتو سره د ملاقات پھ مهال په خپلو خبرو كښې وزيراعظم محمد نواز شريف ووئيل زه ه د لاهور سيالكوټ موټروے د كار جاج اخستو لپاره را??لﺀ يم ٬د لاهور ملتان موټروے به هم كتل وي٬په هېواد كښې په تندۍ سره موټروے جوړېږي كومه به چې كراچۍ ته هم ځي٬د كراچۍ حېدرآباد موټروے پرانسته به د اګست په 14مه نېټھ كېږي٬د دې د سكهر ملتان برخې كنټرېكټ زر كوو ٬په بلوچستان كښې هم لويې لارې او ودانۍ جوړیږي٬پرمختيائي پروژې روانې دي٬د ګوادر نه تر خنجراب 2400 كلوميټره نوې سړكونه جوړېږي٬ده ووئېل كروندګرو لپاره لويې پروګرام پیل كړی شوې٬په خېبرپښتونخوا كښې چرته چې زمونږ د مخالفينو حكومت دے هلته هزاره موټروے جوړېږي٬د انفراسټركچر دا پروګرام د پاكستان په تاريخ كښې نه چرته مثال نه لري ٬هره ورځ د برېښنا د يوې نوې كارخانې پرانسته كېږي٬د يو شمېر پروژو څخه د برېښنا پیدا وار پیل شوې٬وزيراعظم ووئيل حكومت ته د را??لو نه پس په وړومبنو دوه كلونو كښې مونږ د وسائلو انتظام كولو٬په كال 2013م كښې حكومت سره يوه پروژه لګولو لپاره هم پيسې نه وې٬هغه وخت د پاكستان د ناكامه رياست تاثر رامخې ؤ ٬ده ووئېل هر طرف د رشوت بازار ګرم وو٬هره ورځ به د كرپشن نوې قيصه رامينځ ته كېدله۔وزيراعظم ووئيل د ده په لمن د كرپشن يو داغ هم نشته٬وزيراعظم پوښتنه وكړه چې كله چرته او چا كرپشن كړے ٬مونږ ته د دې پوښتنې ځواب نه راكړے كېږي٬ ده ووئېل د كوم څيز حساب غواړئ چرته سركاري پېسې خرد برد شوې يا زمونږ د ذاتي كاروبار احتساب كوې۔وزيراعظم ووئيل كله جې نېشنلائزېشن وشو نو مونږ ه?? د ??غې ښكار شو٬زمونږ كارخانه هم نېشنلائز شوه۔په بنګله دېش كښې زمونږ كارخانه تقسيم سره مخ شوه٬مونږ ته د حساب راكولو په ځاې زمونږ نه حساب غواړي۔ده ووئيل د تماشې لړۍ د كال 2013 م نه پیل شوې٬د درغلۍ په بنياد دهرنا وكړی شوه بيا چې كله دهرنا ختمه شوه دوهمه دهرنا وشوه او اوس درېمې دهرنې لپاره حالات جوړولې شي خو سره د دې هم په پاكستان كښې په پرمختيائي پروژو په تندۍ سره كار روان دے٬ وزيراعظم ووئېل د ترهه ګرۍ ملا ماته كړی شوې٬ زمونږ په دور كښې سټاك ايكسچېنج د 16 زرو نه 54 زره پوائنټس ته رسېدلې خو د اوسني صورتحال له امله په دې كښې د لس زره پوائنټس كمې را??لې آيا د دې د ذمه وارو ګريوان ته څوك لاس اچونكي شته۔ ده ووئېل د پاكستان او چين د اقتصادي پروژې د تاخير ذمه وار هم دا خلق دي۔د دوي له امله د چين اولس مشر دوره 6 مياشتې ځنډېدلې وه او د 46 ار?? ډالرو سرمايه كاري تاخير سره مخ شوې وه ۔وزيراعظم ووئيل د ساهيوال٬حوېلو بهادر شاه او د بلوكي د توان پروژې د 21 نه 22 مياشتو په لنډه موده كښې ترسره شوې۔ده ووئيل د 15 روپۍ نه د برېښنا يونټ اوس 10 روپۍ ته را??لې او په را??لونكي وخت كښې به يو يونټ 8 روپو ته را??ي۔ده ووئيل برېښنا ارزانه وي نو ګټه به يې كروندګرو او صنعت كارو ته رسي۔د 90 په لسيزه كښې پاكستان چې د كومو هېوادونو برابر وو نن د هغوي نيول هم مشكل دي۔وزيراعظم ووئيل په 2013 كښې پھ بلوچستان كښې ناامني وه نن هلته امن دے٬د ترهه ګرۍ يوه دوه پېښې رامخې ته كېږي۔ د دغې ختمولو طريقه د مسئلو٬ترههګرۍ٬غربت او د بې روزګارۍ خاتمه ده۔وزيراعظم ووئيل 80 لكه ډالره د رېلوے په اپ ګرېډېشن لګولې شي او نوې هوائي اډې جوړیږي٬د اسلام آباد هوائي اډه ترسره كېدونكې ده ۔وزيراعظم ووئيل د كال 1970 نه لواري ټنل جوړېدو او مونږ 27 ٬ 28 ارب روپۍ وركړی۔د زيارت په ورځ د دې پرانستې لپارهروان يم ۔وزيراعظم ووئيل مونږ د توان په دريو پروژو كښې 168 اربه روپۍ بچت كړی٬د لاهور سيالكوټ موټروے پروژه به را??لونكې كال پوره شي۔جاج اخستلو لپاره يې پخپله را??لې يم٬د پاكستان اقتصادي اشارې ښه كېږي كومې به چې را??لونكې كال 6 فيصده ته ورسي۔وزيراعظ?? د ??ې عزم څرګندونه وكړه چې د پرمختګ پھ سفر كښې چې د كومو هېوادنو نه مونږ پاتې شوي يو ورسره برابر به شو۔وزيراعظم ووئيل مونږ پاكستان سره مينه لرو او پرمختګ يې غواړو۔ده ووئيل د كروندګرو بهتري د كاروبار بهتري ده ۔وزيراعظم په دې موقع د ګډون كونكو نه پوښتنه وكړھ چې آيا د كال 2017م پاكستان د كال 2013م د پاكستان نه بهتر نه دے ؟ نو ټولو ووئيل څو درجې بهتر دے آيا په دې مونږ له شاباشې راكول پكار دې
مونږ به د قام په وړاندې بريالې كېږو٬مونږ له د حساب راكولو په ځاې زمونږ نه حساب غوښتلې شي
مضمون کا ماخذ : لاہور لاٹری