اسلام آباد۔8جون(اے پی پی) د وفاقي كابينې غونډه د نهې په ورځ د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې وشوه۔ غونډه كښې د ګھوټكي ټرېن پیښې شهيدانو او كاناډا كښې حق رسېدلو لپاره لاس نيوه وشوه۔ د وزيراعظم هاؤس لخوا د جاري شوي بيان له مخې د سائنس او ټېكنالوجي وفاقي وزير ٬ د اطلاعات وفاقي وزير او د پارليماني چارو صلاحكار د الېكټرانك ووټنګ مشينونو او بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو ته د ووټ حق وركولو او د قانون وزير د كريمينل لاﺀ ريفارمز په اړه د شوي پېشرفت نه وزيراعظم خبر كړو۔ وزیراعظم په پوځداري قانون كښې د اصلاحات په لړ كښې د قانون وزير او د هغه د ډلې ستائنه وكړه۔ کابینې د فرسټ وومن بېنك بورډ آف ډائرېکټرز انډیپنډنټ ډائرېکټرز او د چئیرمېن غوره كولو منظوري وركړه۔ دغسې کابینې د عامر محي الدين (بی اېس 20، سېکرټېرېټ ګروپ) چیف اېګزېکېټو آفیسر پاکستان هاوسنګ اتھارټی فاونډیشن منظوري هم وركړه۔ کابینې د جسټس (ر) ضیاء پرویز د بې دركه وګړو د کمېشن آف انکوائری د يو غړي په حېث د تعيناتې او د عمر حبيب لودھي د منېجنګ ډائرېکټر یوټېلېټی اسټورز کارپوریشن آف پاکستان د غوره كولو منظوري هم وركړې۔ دغسې كابينې د قامي سرود په نوې ډول رامخې ته كولو له د كمېټۍ جوړولو منظوري وركړه ۔ وفاقي كابينې د مبشر حسن (انفارمېشن ګروپ آفیسر) منېجنګ ډائرېکټر ’’اے پی پی ‘‘ د تعيناتۍ منظوري هم وركړه۔ كابينې ته ووئيل شول چې د كورونا وائرس ځپلو وګړو سره د مرستې كولو په لړ كښې د پاكستان لخوا پېل شوے پروګرام د نړۍ درېم لويې پروګرام دے۔ په اولني لمبر جاپان ٬ په دويم امريكا او په درېم لمبر پاكستان د احساس اېمرجنسي كېش پروګرام لري۔ کابینې ټېلېفون انډسټریز آف پاکستان نیشنل رېډیو ټېلی کمیونیکیشن کارپوریشن ته د ټرانسفر كولو منظوري وركړه۔ كابينې د طارق ملك د نادرا چيئرمېن په توګه د غوره كولو هم منظوري وركړه۔ طارق ملك دې نه وړاندې هم د نادرا چيئرمېن پاتي شوے دے۔
د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه ٬ د ګھوټكي ټرېن پیښې شهيدانو او كاناډا كښې د حق رسېدلو لپاره لاس نيوه وكړې شوه
مضمون کا ماخذ : اسٹریٹیجیا لاٹوفاسیل