اسلام آباد۔14دسمبر (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد اپوزيشن ته وئېلي دې كه هغوي استعفی وركول او لانګ مارچ كول غواړي نو د فروروۍ انتظار دے نه كوي هم اوس دې راشي۔ هره خبره كولې شؤو خو اېن آر او نه شؤو وركولې ۔ پرون د اپوزيشن حقيقت څرګند شوے۔ پي ډي اېم د مينار پاكستان په جلسه كولو خپل سياست په خپله دفن كړو۔ د لويو لويو ادعاګانو نتيجه صفر راغله۔ نواز شريف ته په ښكاره توګه وئيل غواړم چې ډېره وشوه اوس بس! مونږ په خپلو حفاظتي قربانيو او كردار وياړ لرؤ۔ د ګل په ورځ داخله وزارت كښې د خپل وزارت قلمندان په سنبالولو خبري كنفرنس ته خطاب كښې وفاقي وزير ووئيل د سی پېک او چین په شمول د بېلو هېوادونو سرمايه كارو ته به هېواد كښې سرمايه كارۍ كولو له په وېزو كښې رعايت و ركولے شي۔ داخله وزارت به بهر هېوادونو كښې د بنديوانو بې ګناه پاكستانو وګړو پاكستان ته بېرته راوستو له هڅې كوي۔ د پاسبورټ او آئي ډي كارډ او امېګرېشن نظام به ښه كولے شي۔ په داخله وزارت كښې به سوشل ميډيا ونګ جوړولے شي په كوم به چې د اېم پي ون او اېم پي ټو پشمول په بېلو چوكو بھرتۍ له اشتهار وركولے شي۔ داخله وزير د پي ډي اېم اے د تېرې ورځې لاهور جلسې په اړه د خيالاتو څرګندونه كولو كښې ووئيل پی ډی اېم اے خپل سياست پرون پخپله دفن كړو۔ د لويو لويو ادعا كوؤنكو نتيجه صفر راغله۔ هغه ووئيل اپوزيشن ګوندونو د استعفی وركولو او لانګ مارچ كولو اعلان كړے نو زه هغوي ته وائيم چې په شوق استعفی وركړۍ او لانګ مارچ وكړۍ او د فرورۍ انتظار مه كوې۔ هغه ووئيل عمران خان به خپل 5 كاله موده ترسره كوي۔ د ن ليګ لارښود نواز شريف ته ده ووئيل ته چې د كوم غېر ملكي خواهشات ترسره كول غواړې په هغې كښې به ناكامه شې۔ وفاقي وزير ووئيل حكومت د مذاكراتو دروازې بندول نه غواړي ولې كه اپوزيشن د عمران خان سره خبره نه غواړي نو د چا سره چې غواړي هغه سره د دوي خبره كولې شوو۔ هغه ووئيل په جلسه كښې د مولانا فضل الرحمن د مدرسې خلق راغلل كه دوي نه وو راغلي نو دوي به بېخي فارغ شوې وو۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل وزيراعظم عمران خان سره زما تفصيلي ملاقات شوے او هغه ماته وئيلي دي د حكومت نه به لاس په سر شم ولې اېن آر او به ورنه كړم۔ داخله وزير ووئيل اپوزيشن پرون نوې خبره نه ده كړې۔ هغه ووئيل محمود خان كراچۍ كښې د اردو په ضد او لاهور او كوئټه كښې غېر ذمه واره خبرې كړي ۔ دا په ټاكنو كښې ماتی خوړونكې او نفسياتي او مسائل زده خلق دي۔ د بلاول او مېنګل نه سوا د 11 ګوندونو لارښودو كښې څوك ټاكلے شوے لارښود نشته۔ هغه ووئيل په وړومبي ځل داخله وزير غوره كړے شوے يم او دا يو مشكل ټاسك دے۔ په خاص توګه په داسې وخت كښې چې هېواد كښې اړے ګړے روان دے٬ د ترھګرۍ د لاسه د اولس ژوند خطر سره مخ دے۔ پرون هم پېنډۍ كښې د ترهګرۍ پېښه شوې۔ هغه ووئېل زه بار بار دوي ته دا خبره كوم۔ بې نظير ته هم دا خبره شوې وه ولې د انا او ضد له امله هغې هم خبره نه منله۔ داخله وزير په ډاګه كړه چې حكومت او د اېن آر او او نېب كېسونو نه سوا په كومه هم معامله خبره كولو ته تيار دے۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل حكومت به د امن او امان په حقله خپلې ذمه وارۍ ترسره كوي۔ د مني لانډرنګ ٬ احتساب او كرپشن په اړه چارې به داخله وزارت نه بلكې شهزاد اكبر ګوري۔
اپوزیشن كه استعفی وركول او لانګ مارچ غواړي نو د فرورۍ انتظار دې نه كوي۔ هره يوه خبره كولې شوو خو اېن آر او نشوو وركولې ۔ پرون د اپوزيشن حقيقت څرګند شو۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد خبري كنفرنس
مضمون کا ماخذ : لاٹری کھیلنے کا طریقہ