اسلام آباد۔3 جنوری(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي چې د پاك پروردګار په فضل سره په پاکستان کښې د کووېډ-19 وضعيت په قابو کښې دے، 5 څخه تر 12 کاله عمر لرونکو 100 فيصده ماشومانو ته دې په بيړني ډول او د پاکستان په پولو او هوايي ډګرونو دې واکسين ورکول باوري كړې شي۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ په خپله مشرۍ كښې په هېواد كښې د كووېډ-19 د وضعې په اړه د جائزې غونډې ته د وېنا په مهال وكړه۔ غونډې ته د منطقې په شمول په ګرده نړۍ او پاكستان كښې د کووېډ-19 د موجوده صورتحال، د کورونا وایرس د نوې صورتونو ٬ د دې د مخنيوي اقداماتو او د وېكسي نېشن په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔ وزيراعظم ووئيل د پاك پروردګار په فضل او كرم پاكستان كښې د كووډ – 19 صورتحال په قابو كښې دې۔ وزيراعظم هدايت وكړو چې د 5 څخه تر 12 کالو پورې عمر لرونکو 100 فيصده ماشومانو ته دې په بيړني ډول او د پاکستان په پولو او هوايي ډګرونو دې واکسين ورکول باوري كړې شي٬ دغسې په پولو او هوائي ډګرونو دې د سكريننګ نظام كره كتنه د تھرډ پارټي د لارې وكړې شي او رپورټ دې وړاندې كړې شي۔ وزيراعظم ووئيل د دې رنځ د لاسه په تېرو 15 اونيو كښې د كوم تن په حق نه رسېدل يوه ښه خبره ده۔ ده ووئيل زما په شمول ټول قوم د وېكسين عطيه كوؤنكو هېوادونو مننه كوي۔ ده ووئيل د کووډ-19 انفېکشن کمه شرح خوشبينه ده خو مونږ له به هر وخت چمتو پاتې كېدل وي۔ ده ووئيل د کووډ-19 د خپرېدو مخنيوي له اقدامات كوؤنكي ټول عهدېداران او د اېن سي او سي هڅې د ستائنې وړ دي۔ غونډې ته ووئيلې شؤ چې د كووډ – 19 نوې قسم پاكستان لپاره په ښكاره توګه كوم خطر نه دے ولې چې د پاكستان 90 فيصده آبادي په بشپړه توګه او 95 فيصده په جزوي توګه ویکسینېټډ ده۔ د 5 نه تر 12 كالو عمر په 3 نيم كروړه كوچنيانو كښې د وېكسي نېشن شرح 25 فيصده ده كومه به چې په راروانو مياشتو كښې 100 فيصده ته ورسولې شي۔ پاكستان كښې د انفېكشن اوسط شرح 0.2 څخه تر 0.5 فیصده ده او په تېرو 15 اونيو كښې د كورونا د لاسه كوم تن په حق نه دے رسېدلے۔ غونډې ته ووئيلې شؤ چې د كووډ-19 د نوي قسم خپرېدو مخنيوي لپاره په پوليزو لارو فعاله انتظامات شوي دي۔ دې سره سره په هوائي ډګرونو د رېنډم سېمپلنګ شرح زياتولو سره 2 فیصده كړې شوې ده۔ ځپلې هېوادونو څخه د راتلونكو الوتكو فيوميګېشن سره سره د مسافرو سكريننګ هم زيات فعاله كړې شوې دې۔ غونډې ته ووئيلې شؤ چې د حكومتي اقداماتو او د وزيراعظم د خاص پاملرنې له امله پاكستان د نړۍ د شمېر يو څو هغه هېوادونو كښې دې چرته چې جینوم سرویلنس باوري كړې شوې دې چې له كبله يۍ ډېر زر د وائرس نوې قسم په ګوته كېږي۔ وزیرِ اعظم د كووډ 19 مخنيوي لپاره په ګامونو پورته كولو د نېشنل هېلت سروسز وزارت ٬ د اېن سي او سي او د سول اېوي اېشن چارواكو ستائنه وكړه۔
پنځه څخه تر دولس کاله عمر لرونکو ماشومانو ته په بيړني ډول او د پاکستان په پولو او هوايي ډګرونو دې واکسين ورکول باوري كړې شي ٬ وزيراعظم شهباز شريف
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کی پیشن گوئی