جنيوا 09 جنوري (اے پي پي) اسلامي پرمختيائي بېنك او نړيوال بېنك پاكستان لپاره د 6.2 اربه ډالرو معاونت اعلان كړے ٬ د اېشين ډوېلپمنټ بېنك لخوا د 1.5 اربه ډالرو مرستې اعلان شوے كوم چې به جې پاكستان كښې د سېلاب نه پس د بيا رغونې او بحالۍ په منصوبو خرڅ كولې شي۔ اسلامي پرمختيائي بېنك او نړيوال بېنك په دې وروستيو كښې د بدترين سېلاب نه پس پاكستان په موسمياتي او ماحولياتي لحاظ سره د مناسبې بنيادي ډهانچې او بحالۍ لپاره په جنيوا كښې کلائيميټ ريزيليئنټ پاکستان کنفرس په مهال د دې معاونت اعلان كړے ۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف او د ملګرو ملتونو عموموي سېكتر انتونيو ګوټرېش په مشتركه كوربتوب كښې كنفرنس ته خپلې وېنا كښې د اسلامي پرمختيائي بېنك صدر محمد الجسير ووئيل بېنك به په راتلونكې دريو كالو كښې پاكستان سره 4.2 اربه ډالره معاونت كوي٬ بلخوا نړيوال بېنك هم د سېلاب نه پس بيا رغونې او د بحالۍ منصوبو لپاره د دوه اربه ډالرو مالي معاونت اعلان كړے ۔ د اېشين ډوېلپمنټ بېنك هم د كنفرنس په مهال پاكستان لپاره د 1.5 اربه ډالرو معاونت اعلان كړے٬ بېلا بېلو هېوادونو٬ دوه اړخيزه او ګڼ اړخيزه شراكتدارو لخوا پاكستان لپاره مالي مرسته او د معاونت اعلانولو سره د پاكستان قيادت د سېلاب ځپليو سيمو او اولس بحالۍ او بيا رغونې لپاره زيات وسائل جمع كولو كښې كاميابي تر لاسه كړې۔ دغسې كنفرنس په مهال يو شمېر هېوادونو هم پاكستان لپاره د مالي او تكنيكي ملاتړ اعلانونه كړې دي
اسلامي پرمختيائي بېنك او نړيوال بېنك پاكستان لپاره د 6.2 اربه ډالرو معاونت اعلان وكړو٬ د اېشين ډوېلپمنټ بېنك لخوا د 1.5 اربه ډالرو مرستې اعلان
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری آن لائن