اسلام آباد 10 جنوري (اے پي پي) د وزيراعظم محمد شهباز شريف په سپارښتنه بلوچستان كښې د نړيوال معيار تدريسي ځايونه جوړولو كښې مهم پېشرفت سره بلوچستان كښې د دانش سکول او په سينټر آف ايکسيلينس جوړولو منصوبه عملدرآمد لپاره وركنګ پېپر جوړ كړے شوے كومې لپاره چې به صوبائي اسمبلي په باضابطه توګه قانون سازي كوي، بلوچستان كښې دانش سکول اينډ سينټرز آف ايکسيلينس اتھارټي به جوړولې شي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې دانش سکول او سينټرز آف ايکسيلينس د لارې به بې وسه ماشومانو ته جديد تعليمي سهولتونه وركولې شي۔ د نړيوال معيار سکول، بهترين نصاب، د آئي ټي او ټيکنالوجۍ لېبز به هم جوړولې شي او د اتھارټۍ مشر به د بلوچستان وزيراعليٰ وي٬ چيف سېكرټري ، د تعليم او خزانې صوبائي سېكتران او د اتهارټۍ اېم ډي او نور غړي به پكښې شامل وي۔ د وفاقي حکومت نومولي د لږ نه لږ درې استازي به د اتهارټۍ غړي وي٬ اتھارټي به په صوبه كښې دانش سکولونه او د سينټرز آف ايکسيلينس جوړولو لپاره كار كوي٬ اتھارټي به د تعليمي کورسونو جوړولو، د وظائفو وېش، ازموئنې ، نجي٬ سرکاري او نورو ذريعو څخه د فنډز ترلاسه كولو ذمه وار وي٬ د اتھارټۍ له مخې به دوه كاله لپاره ګورننګ باډي جوړولې شي او د دې به پنځه يا د دې نه زيات غړي وي۔ ګورننګ باډي به د دانش سکولونو او د سينټرز آف ايکسيلينس انتظامي او مالي چارې چلوي او د سكولونو پرنسپل او نور عمله به تعيناتوي او د ګورننګ باډۍ غړي به په رضاكارانه بنيادونو كار كوي، مالي ګټه به نه ترلاسه كوي٬ ګورننګ باډي به په سېپځلي ډول په مېرټ داخلې باوري كوي٬ 20 فيصده چوكۍ به آن لائن زده كوونكو لپاره وي څوك چې فيسونه او نور خرڅونه ادا كولې شي٬ پاتې چوكۍ به په مياشتنۍ توګه د كم آمدن (25 زره) كورنيو ماشومانو ته وركولې شي٬ يتيمانان ماشومان به ويړيا تعليم ترلاسه كوي٬ ٬ جينكو او هلكانو لپاره به په سكولونو كښې جديد انفراسټرکچر، فرنيچر، آئي ټي ليب او نور سهولتونه وركولې شي٬د بورډنګ سهولت به هم وركولې شي چې پكښې به بهترين كردار سازۍ لپاره جامع نظم رامخې ته كولې شي۔ دانش سکولونو او سينټرز آف ايکسيلينس ته به ماهر سائيکولوجسټ او د کيرئير کونسلنګ سهولتونه هم وركولې شي٬ د کيرئير کونسلنګ د لارې به د ماشومانو تعليمي معيار ٬ په زړه پورې رجحانات او د ترقۍ جذبه رامخې ته كولې شي
د وزيراعظم په سپارښںتنه بلوچستان كښې د نړيوال معيار تدريسي ځايونه جوړولو په منصوبه مهم پېشرفت٬ په بلوچستان كښې دانش سکول او په سينټرآف اېکسيلينس منصوبه عملدرآمد لپاره وركنګ پېپر جوړ كړے شو
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے اعدادوشمار