کوئټه 05 نومبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي د وزيراعظم عمران خان وژن لري چې رياست كښې پسمانده سيمو ته دې لومړۍ ترجيح وركړې شي٬ بلوچستان د پرمختګ په زغل كښې وروسته پاتې دې ٬ په تېرو دورونو كښې د حقونو نه محروم پاتې٬ د بلوچستان وزيراعليٰ مثبت سوچ لري د اولس بهترۍ لپاره به وفاق او بلوچستان په ګډه په بشپړه توګه كار كوي٬ په اوړو٬ چينۍ٬ دالونو او خوراكي تېلو سبسډي وركوٶ۔ د جمعې په ورځ په وزيراعليٰ سېکټريټ كښې د بلوچستان وزيراعلٰې مير عبد القدوس بزنجو سره خبري كنفرنس ته خپلې وېنا كښې اسد عمر ووېيل وزيراعليٰ سره په ملاقات كښې په صوبه كښې د پرمختګ او د بلوچستان د خاص پېكج جاج اخستې شوې٬ د سوئيلي بلوچستان خاص پېكج كښې چې كوم ځائ كمې ٶ د ھغې د بهترۍ مو هم جاج اخستې۔ اسد عمر ووئيل د بلوچستان وزيراعليٰ سره په ګډه به پرمختيائي كارونه جاري ساتو٬ د صحت كارډ په اړه هم اعلٰې وزير سره خبره شوې ده۔
د بلوچستان وزيراعليٰ سره په ګډه به پرمختيائي كارونه جاري ساتو۔ اسد عمر
مضمون کا ماخذ : پرامڈ ادا کرتا ہے۔