اسلام آ??اد 07 فروري (اے پي پي) وفاقي كابينې انتخابي اصلاحات لپاره د پارلماني كمېټۍ وړاندېزونه منظور كړي او دا وړاندېزونه به راروانه مياشت د بل پھ شكل كښې پارلمان ته وړاندې كولې شي٬ الېكشن كمېشن به ټاكنو څخه 6 مياشتې وړاندې تفصيلي او بشپړ انتخابي پلان جوړوي ٬د مېرمنو په انتخابي عمل كښې شاملېدو له به الېكشن كمېشن د ټولو سيمو ډېټا جاري كوي٬د مېرمنو له ??ږ تر لږه لس فيصده ووټ فول كول به ضروري وي٬كه د ګټونكي او ماتې خوړونكي كانديدانو د ووټونو ترمينځه فرق 5 فيصده يا 10 زره څخه كم وو نو شمېر به بيا كول لازمي وي٬د مېرمنو د ګډون زياتولو له 5 فيصده ټكټ مېرمنو له د وركولو وړاندېز هم شته ٬پھ وركننګ باؤنډري د هندي ډزو په نتيجه كښې د شهيدانو كورنيو له به پنځه پنځه لكه روپۍ او سختو ژوبل شوو له د يو نيم يو نيم لك روپو وركولو منظوري هم وركړی شوه٬د هندي ډزو په نتيجه كښې د ځپلې شويو لپاره به 50 بنكرۍ جوړولې شي٬د افغان كډوالو رجسټرېشن لپاره تر دسمبر 2017 وخت ټاكلې شوې٬په افغان پوله به د اميګرېشن قانون نافذ كولې شي۔دا خبرې د نهې په ورځ د قانون وفاقي وزير زاهد حامد او د اطلاعات او خپرونو دوهمې وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب د وفاقي كابينې غونډې نه وروستو خبريالانو ته بريفنګ كښې وكړې۔دوهمې وزيرې ووئيل په ټول هېواد كښې 46 نوې روغتونونه پھ بېړني بنيادونو جوړولې شي٬وفاقي وزير زاهد حامد ووئيل وفاقي كابينې انتخابي اصلاحات لپاره د پارلماني كمېتۍ سفارشات منظوري كړي۔زاهد حامد ووئيل د مېرمنو د ټاكنو عمل كښې شاملېدو له به الېكشن كمېشن د ټولو سيمو ډېټا جاري كول وي او په كومه حلقه كښې چې د مېرمنو ووټ كم وي دغلته به خاص انتظاماتو ترمخه د مېرمنو رجسټرېشن كولې شي۔ دوي ووئېل د انتخابي ذمه وارو ترسره كوونكو ټولو چارواكو څخه به سوګند اخستلې شي۔ده ووئيل د آئين 62 ٬ 63 دفعه په اړه د سياسي ګوندنو رائے مختلف وې ځينې ګوندونو د دې بيخښي د ختمولو او ځينو نورو د نافذ كو??و په اړه وړاندېزونه وركړل خو مو??ږ ټول بدلونونه په اتفاق وړاندې كړي او متنازعه چارې مو چيړلې نه دي په كومو وړاندېزونو چې اختلاف شته پھ دې به وروستو غور كولې شي۔د يوې پوښتنې په ځواب دوي ووئيل د الېكشن مېډيا كورېج په اړه د خبريالانو تحفظات زمونږ په نوټس كښې دي۔خبريال د آبزرور پخ هيث به پولنګ سټېشن ته تللې شي۔د دغې لپاره ضابطه اخلاق جوړ كړی شوې چې ورته بيا كتنه كېږي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د نګران سېټ اپ په اړه آئيني تګلار موجود ده او په دې كښې به كوم بدلون غور نه دې روان ۔دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب ووئيل ناروال سيالكوټ سېكټر كښې پھ وركننګ باؤنډرۍ د هند ډزو په نتيجه كښې د شهيدانو كورنيو له 5 لكه روپۍ او سخت ژوبل شوو له د يو نيم لك روپو وركولو منظوري هم وركړی شوې۔دې ووئيل د هندي ډزو په سوب ځپلې شوې به وړاندې خپلوانو كره راتلل اوس به دوي لپاره 50 بنكر جوړولې شي۔وفاقي وزير ووئيل د شيلنګ په سوب زما سيمه او د احسن اقبال٬خواجه آصف او دانيال عزيز سيمې ځپلې كېدې۔ځپلي به څه وخت هم د هندي ډزو نه ځان بچ كولو له راتلل او په محفوظه ځايونو كښې به يې پناه اخسته۔۔دوهمې وزيرې ووئيل د افغان كډوالو رجسټرېشن تر دسمبر 2017 پراخا كړی شوې او په دې موده كښې د دوي رجسټرېشن بشپړولو لپاره به داخله وزارت ګامونه پورته كوي۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب ووئيل په افغان پوله به د اميګرېشن قانون نافذ كولې شي او تګ راتګ به په ويزه وي۔په دې مهال پرنسل انفارمېشن آفيسر راؤ تحسين علي خان هم موجود وو۔
الېكشن كمېسون به ټاكنو څخه 6 مياشتې وړاندې تفصيلي او بشپړ انتخابي پلان جوړوي ٬د مېرمنو په انتخابي عمل كښې شاملېدو له به الېكشن كمېسون د ټولو سيمو ډېټا جاري كوي
مضمون کا ماخذ : جڑواں اسپن