كراچې 29 جون (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي په اوسني وخت كښې د علم ترلاسه كولو تقاضې په تندې سره بدلېږي، ځكه د ټېكنالوجې حصول جديد علومو ته د رسنې ذريعه ده، په تندې سره بدلېدونكې نړۍ كښې په مصنوعي ذهانت تحقيق او كار كول مهم ضرورت دے. د پي اے اېف لخوا جاري شوې اعلاميې له مخې صدر مملكت دا خبرې په كراچې كښې په ايئر وار كالج انسټي ټيوټ كښې د 35 ايئر وار كورس كانووكېشن او د ګرېجوېشن دستورې ته د خاص مېلمه په توګه په خپله وېنا كښې وكړې. صدر د كورس ګډون كوونكو ته په كامياب تكميل او مهمه بريا مباركي وركړه. ده ووئيل بايد مونږ د رنګ او نسل د امتياز نه بغېر د مظلوم ملاتړ روان اوساتو. په دې موقع صدر په مقبوضه كشميړ كښې د بشري حقونو صورتحال سره سره په هندوستان كښې مسلمانانو سره د كېدونكي امتيازي سلوك غندنه وكړه. صدر مملكت ووئيل په اوسني وخت كښې كوم پوځ په روايتي يا غېر روايتي جنګ كښې يواځې كاميابي نه شي ترلاسه كولې، ځكه په عسكري آپرېشنز كښې كاميابې لپاره شريكه حكمت عملي مركزي حيثيت لري. صدر ګرېجوېټ افسرانو ته اسناد وركړل چې پكښې د پاك بحريه كمانډر وليد عارف ته د كورس ټاټ ګرېجوېټ ټرافي وركړې شوه. په ګرېجوېټ كسانو كښې د پاك فضائيه، آرمي او بحريه نه علاوه د دوست هېوادونو د ځواكونو افسران هم شامل وو چې پكښې بنګله دېش، سري لنكا، انډونېزيا، مالېزيا، اردن، يمن، سعودي، مصر، نائجېريا او عراق شامل دي. په دستوره كښې د اعلٰی پوځي او سول چارواكو نه علاوه د دوست هېوادونو سفارتكارو هم ګډون وكړو
په اوسني وخت كښې د علم ترلاسه كولو تقاضې په تندې سره بدلېږي، ځكه د ټېكنالوجې حصول جديد علومو ته د رسنې ذريعه ده. صدر ډاكټر عارف علوي
مضمون کا ماخذ : اسلام آباد لاٹری