اسلام آباد ۔ 03 جولائی (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف چترال كښې د سختو بارانونو او سېلاب په سوب په رامخې ته شوي ځاني او مالي زيان د افسوس او غم درد څرګندونه كړې۔ د خالي په شپه د چترال عرسون يمه كښې د طوفاني باران او سېلاب په نتيجه كښې يو جومات او يو شمېر نور كورونه د منځه وړلې شوي دي۔ د اتوار په ورځ د وزيراعظم هاؤس لخوا جاري كړې شوي پرېس ريليز ترمخه وزيراعظم دعا وكړه چې لوئے څښتن دے د سېلاب پېښه كښې حق رسېدليو كسانو له د خپل رحم په پلو كښې ځائې وركړي او غمجنيو كورنيو له دې د زغم توفيق وركړي۔
مضمون کا ماخذ : ایڈونچر کی کتاب