اسلام آباد 25 جنوري (اے پي پي)د وزیراعظم خاص مرستيال ډاکټر آصف کرماني وئيلي دي د نواز شریف د ژوند د كتاب هره پاڼه د اولسي خدمت نه عبارت ده ٬ د پاكستان د پرمختګ دښمن عمران خان په اصل كښې نادان دے٬ عمران له د انسانيت احترام نه ورځي ٬ عدالتونه په آئيني ٬ قانوني او د كوټلو ثبوتونو په بنياد پرېكړې كوي٬ عمران خان د قانون نه غېر پرېكړه غواړي٬ س??اج الحق دې په آزاد کشمیر كښې د نواز شریف په نامه ترسره كړې شوې دوه چوكۍ ??رې??دي يا دې په عدالتونه كښې دروغ وئيل بند كړي۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د شورو په ورځ آبپاره كميونټي سنټر كښې د ” نواز شريف زنده باد” كنونشن ته وېنا كښې وكړه ۔ ده په دې موقع انتظاميې له مباركي وركولو سره ووئيل زما باور وو چې كه سيلۍ وي او كه طوفان د نواز شریف بوراګان به په كنونشن كښې خامخا ګډون كوي۔ ده ووئيل انشاء اﷲ تر كال 2018ء او د دغې نه پس به د پرمختګ مزل روان ساتلې شي۔ ده ووئيل د نواز شریف چې جكومت شي نو موټروېز جوړېږي او د برېښنا پروژې پېل كېږي او دې لپاره خلق نواز شریف بيا بيا ټاكي۔ ده ووئيل مخالفین نواز شریف سره نه پاکستان سره دښمني كوي ، د دھرنو له امله د سي پېك پروژه دوه كاله تاخير سره مخ شوې۔ ده ووئيل زه وياړ لرم چې زما پلار د قائداعظم محمد علي جناح په لاس بېعت كړے ؤه او ما د محمد نواز شریف په لاس۔ ده ووئيل د پاکستان د پرمختګ دښمن عمران خان نه بلكې نادان خان دے او ھغه دې بيا لپاره هم نادان خان وبللې شي ، ده ووئيل عمران خان د كركټ ورلډ كپ ګټلې خو ھغه يوازې نه ؤه ٬د دغې په شا د ټولې لوبډلې كردار ٶه٬ ده ووئېل زه ھغه ته د دروغو او بې بنسټه تورونو په نړيوال كپ ګټلو مباركي وركوم ۔ ده ووئېل د لال حویلي مثال داسې دے لكه د نورو په واده كښې عبداﷲ ګډېږي۔ ده ووئيل په خېبر پښتونخوا كښې د احتساب عدالت ته ژرندې پرتې دي بايد عمران خان خېبرپښتونخوا پلو پام لرنه وكړي ولې چې ځائي خلقو ھغه ته مېنډېټ وركړې۔ ده ووئيل مولانا سیّد ابو الاعلی مودودي د خپل وخت امام غزالي ٶه او ھغه د اسلام ډېر خدمت كړې٬ ده ووئيل س??اج الحق صاحب ته د مودودي پېروكار ئې كه د لال حوېلۍ ٬ وياند ووئېل د خلقو په رويه خو پوهېږو خو ته څنګه د پډو خورو په ګاډې كښې ناست ئې ته هم د خېبرپښتونخوا په بډو كښې برخه لرې٬ ده ووئېل په آزاد کشمیر كښې د نواز شریف په نامه ګټږې دوه چوكۍ ??رې??ده يا په عدالتونه كښې دروغ وئيل بند كړه۔ په دې موقع د سي ډي اے يونين عمومي سېكتر چوهدري یٰسین، د مسلم لیګ یوتھ ونګ، اېم اېس اېف او سيمه ايز مشرانو هم وېنا وكړې
د نواز شریف د ژوند د كتاب هره پاڼه د اولسي خدمت نه عبارت ده
مضمون کا ماخذ : جیک اور بین اسٹالک