اسلام آباد 17 نومبر(اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي د پارليمان په شريكه غونډه كښې په تاريخي قانون سازۍ د پاكستان تحريك انصاف غړو له مباركي وركرې او د اتحادي ګوندونو ئې مننه كړې ۔د شورو په ورځ په خپل ټوېټ كښې خارجه وزير ووئيل په ټاكنو كښې د ټګۍ مخ نيوي او د اولس خېرښېګړې په اړه د قانون سازۍ لپاره د اليكټرانك ووټنګ مشينونو كارولو منظوري په وزيراعظم عمران خان د بشپړ باور ثبوت دے۔ده د رائې حق په ترلاسه كولو سمندر پورې پاكستانيانو له هم مباركي وركړې۔ده ووئيل سمندر پورې پاكستانيان زمونږ تر ټولو قيمتي اثاثه ده او د دوي د رائے د حق غوښتنه هم منصفانه ده۔ده ووئيل د لوي څښتن په فضل سره نن د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې پاكستان تحريك انصاف خپل منشور كښې كړے يو مهم لوظ پوره كړو
مضمون کا ماخذ : جادوئی اسپن