اسلام آباد 20 جون (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې كډوال جنګونو او شخړو سره سره غربت او د معاشي عدم مساوات تر ټولو زيات ښكار دي، بايد نړۍ د كډوالو كوربتوب كوونكو پرمختګ كوونكو هېوادونو مرسته وكړي. د ګل په ورځ په خپل يو ټويټ كښې ده ووئيل چې په ټوله نړۍ كښې كډوال جنګونو او شخړو سره سره غربت او د معاشي عدم مساوات تر ټولو زيات ښكار دي، د سوريې نه واخله تر فلسطين او افغانستان د كډوالو حالت زار په دې حواله نوې پالېسې ته د پام كولو او د وسيلو وركولو تقاضا لري. ده ووئيل چې بايد نړۍ د كډوالو كوربتوب كوونكو پرمختګ كوونكو هېوادونو مرسته وكړي كوم چې په لويه شمېره د كډوالو كوربتوب كوي.
مضمون کا ماخذ : سندھ لاٹری