اسلام آباد 30 ستمبر (اے پي پي) د دولت مشتركه استازي د 10م دولت مشتركه يوته وزيرانو غونډې انتظاماتو جاج اخستلو لپاره پاكستان ته رارسيدلې دي۔ په پلاوي كښې د سوشل پالېسۍ ډويلپمنټ سيكشن مشر لين انتهوني رابنسن٬ ایونټس اینډ پروټوکول منیجر عامرہ سرهاني، د انفارمیشن سیکورټي آفیسر انیمیش سنکھیان او د سوشل پالیسی ډویلپمنټ سیکشن آپریشنز آفیسر تمارا باباو سدګرو شامل دې۔ پلاوي د وزيراعظم د ځوانانو چارو خاص مرستيال شيزه فاطمه خواجه او نورو اړوند چارواكو سره ملاقات كړې۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم يوته افيئرز ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د دولت مشتركه يوته وزيرانو غونډې 10م ايډشن به په پاكستان كښې كېږي۔ دا دستورې ډېرې د اهميت وړ دي ځكه چې دې سره به د نړۍ پام د پاكستان د ځوانانو آبادۍ ته پېښة لويو مسئلو پلو كولو كښې مرسته ترلاسه شي كوم چې د هېواد د ټولې آبادۍ 68 فيصد څخه زياته ده۔ د دولت مشتركه يوته وزيرانو په غونډه كښې په پاكستان كښې د موسمياتي بدلون منفي اثرات هم رامخې ته كولې شي۔د 56 بېلو هېوادونو يوته وزيرانو پشمول دولت مشتركه يوته وزيرانو غونډه به په سفارتي بنيادونو د پاكستان لويه كاميابي وي۔ دې نړيوال فورم څخه به په ټول پاكستان كښې د اوسني سېلاب په سبب د شوي زيان په رامخې ته كولو كښې مرسته ترلاسه شي۔د وزيراعظم د ځوانانو چارو خاص مرستيالې شيزه فاطمه د دولت مشتركه پلاوي سره په پراخا تناظر كښې ملاقاتونه وكړل او هغوي يۍ د وزيراعظم يوته پروګرام له مخې د بېلو اقداماتو په اړه خبر كړل۔ پلاوي د هېواد د ځوانانو آبادي خپلواكه جوړولو كښې د وزيراعظم د يوته پروګرام كردار وستائېلو۔ د دولت مشتركه استازو د كنفرنس د مجوزه پلان هم جاج واخست۔ پلاوي خاص مرستيالې اے شيزه فاطمه خواجه او د رومينه خورشيد عالم پشمول نورو اعلٰی چارواكو سره ملاقاتونه وكړل او د دولت مشتركه يوته وزيرانو غونډې په انتظامي او آپرېشنل چارو يۍ د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ لين انتهوني رابنس يادې شوې غونډې سره اړوندې چارې رامخې ته كولو لپاره يو بشپړ تفصيلي اختتامي پريزنټېشن وركړو او غونډې لپاره د ابتدائي منصوبې په غوره ډول وضعه كولو يۍ د وزيراعظم يوته پروګرام ډلې ستائنه وكړه۔ پلاوي ووئيل چې مونږ راتلونكو مياشتو كښې د وزيراعظم يوته پروګرام سره په ګډه د كار كولو ته سترګې په لاره يؤ۔ پلاوي په پايه تخت كښې د بېلو ځايونو دوره هم وكړه او په ښه مېلمستيا كولو يۍ د يوت پروګرام مننه وكړه۔
د دولت مشتركه استازي د 10م دولت مشتركه يوته وزيرانو غونډې انتظاماتو جاج اخستلو لپاره پاكستان ته رارسېدلي
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کی قیمت