استنبول۔27نومبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف پا ک۔ ترک اړيكې مثالي ګرځولو سره وئيلي دي پاکستان او ترکیه باید د ګډو چېلنجونو او د راپورته کېدونکو خطرو مخنيوي لپاره د ګډو څېړنو او سرچینو راټولولو سره په ګډه کار وکړي ، تل یې په کشمیر او شمالي قبرص د یو بل د دریځ ملاتړ کړے دے٬ د ملګرو ملتونو د قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو لمخې د كشمير مسئلې منصفانه حل نه غېر په منطقه كښې د اوږدې مودې امن په ځائې كېدې نه شي۔ له ټولو هېوادونو سره متقابل درناوي او د ستونزو د سوله ييز حل په بنسټ تعميري اړيکو سره په ټوله سيمه کښې سولې، امنيت او پرمختګ ته وده وركولې كېدې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د تركيه اوسنۍ دورې په موقعه ترك خبري اژانس «اناطولیه اژانس» سره په مرکه کښې وکړې۔ دا خبره دې ياده وي چې وزيراعظم شهباز شريف په 25 او 26 نومبر د ترك صدر رجب طيب اردوان په بلنه د تركيې دوره كړې وه او هغه سره يۍ په استنبول شپ يارډ كښې په څلورو كښی د درېم جهاز پرانسته وكړه۔ ده تركيه سره دوه اړخيز اړيكې مثالي ګرځولو سره ووئيل زمونږ تاريخي اړيكې په مضبوطو شريكو مذهبي كلتوري او لساني رابطو اډانه دي۔ دا خبره دې ياده وي چې د روان كال په مهال دواړه هېوادونه د سفارتي اړيكو د جوړېدو 75 مه سالګره لمانځي۔ شهباز شريف د ترك دفاعي صنعت ستائنه كولو سره ووئيل د تركيه صدر اردګان په مشرۍ كښې په زړه پورې كاميابۍ ترلاسه كړی دي او په تېرو دوه لسيزو كښې يۍ ستونزو او چېنلجز ته ماتې وركړې ده۔ وزیر اعظم په دې موقعه د كشمير شخړې په اصولي ملاتړ د ترك حكومت مننه كوؤ۔ د پاكستان او هند ترمينځه د معمول اړيكې بحالولو له د كشمير مسئلې هوارولو شرط سره د اړوندې پوښتنې په ځواب كښې وزیراعظم شهباز شریف ووئيل د پاكستان خارجه پالېسي ټولو سره په ملګرتيا او خېر سګالۍ اډانه لري۔ وزیراعظم ووئيل مونږ د هند په شمول ټولو ګاونډي هېوادونو سره ښې اړيكې غواړو بياهم د تجارتي اړيكو په بشپړه توګه تر معمول له مخې كېدو له به هند له د خپل 5 اګست 2019 اقدامات بېرته اخستل وي۔ شهباز شریف ووئيل هند له به په كشمير كښې خپله ترهګري ختمول وي۔ وزیر اعظم هند سره ښه اړيكو له د خپل عزم څرګندونه كولو سره ووئيل مونږ په دې خبره كلك باور لرؤ چې د ملګرو ملتونو د قراردادونو او د كشمير اولس د هيلو لمخې د كشمير مسئلې منصفانه حل نه غېر په منطقه كښې د اوږدې مودې امن په ځائې كېدې نه شي۔ شهباز شريف ووئيل په مقبوضه كشمير كښې د 5 اګست 2019 يو اړخيزه ګامونو او دې څخه وروستو ګامونو چاپېريال خراب كړے دې۔ ده ووئيل بامعني او بامقصد رابطې لپاره سازګار ماحول پېدا كول د هند ذمه واري ده۔ وزیر اعظم ووئيل مونږ د دې حقيقت څخه هم خبر يؤ چې په ټولنه كښې تر ټولو زيات زيان د بې وزليو او وروستو پاتې خلكو شوې دې بياهم مونږ د ټارګټډ او د مرستې نور ګامونه اعلانولو سره د دوئي خيال ساتؤ۔وزیر اعظم ووئيل د آئي اېم اېف پروګرام بحالۍ او دوه اړخيزه همكاريو سره معاشي فشار كم شوے دے۔ وزیر اعظم ووئيل پاكستان په نړيوال كاربن فټ پرنټ كښې د يو فيصد نه كمه برخه لري ولې بياهم د ګرمۍ چپيو ٬ طوفانونو ٬ اوچ كالۍ او طوفاني بارانونو سره مخ دے۔ ده د موسمیاتی بدلون زيان فنډ جوړولو لوظنامې هركلي كولو سره وړاندېز وركړو چې نړيواله ورورولي دې د ” آب و هوا کارروائی، په خاص توګه موافقت لپاره د قرضو د تبادلې امكانات ولټوي۔ ده ووئيل پاكستاني حكومت د جون نيمايۍ څخه تر دې دمه د سختو بارانونو او سېلاب د لاسه د مړو شمېره 1,700 نه زياته ښودلې ده۔ د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر د پاكستان د سېلاب ځپليو سيمو دورې ذكر كولو سره شهباز شريف ووئيل انتونیو ګوئتریس دا خبره بار بار ككولو چې د پاكستان په څير هېواد كوم چې په ګلوبل وارمنګ كښې هېڅ برخه نه لري هغه د موسمياتي بدلون څخه زيات ځپلې كېږي۔ په نيويارك كښې امريكائي صدر جو بائیډن سره د خپلو خبرو حواله وركولو سره وزيراعظم شهباز شريف ووئيل يو شمېر د اعلی كچې دورې شوې دي په كومو كښې چې د كانګرېس پلاوي او د امريكائي انتظاميې غړي شامل دي۔ ده ووئيل د دې رابطو مثبتې نتيجې رامخې ته شوي دي او زمونږ اړيكې لا مستحكم شوي دي۔ ده سېلاب ځپليو له د 97 ملين ډالر په وركولو د واشنګټن مننه وكړه۔ ده ووئيل دواړه هېوادونه د سفارتي اړيكو د جوړېدو 75 م كال لمانځي۔ وزيراعظم په امريكا كښې د مېشته پاكستاني وګړو ستائنه كولو سره ووئيل دوئي زمونږ د دواړو هېوادونو او اولس ترمينځه د يو پل كار كوي۔ ده ووئيل پاكستان افغانستان كښې امن او استحكام ته و ده وركولو له امريكا سره نزدې مرسته كوي۔ د چين په اړه وزيراعظم ووئيل پاکستان او چین دواړه به پېچلې سيمه ايز چاپېرچل او دې ته پېښې خطرې نظر كښی نيولو سره بېدار پاتې كېږي او دا خبره به باوري كوي چې د دښمنو ناوړه عزائم به ناكامه كوؤ۔
پاکستان او ترکیه باید د ګډو چېلنجونو او د راپورته کېدونکو خطرو مخنيوي لپاره د ګډو څېړنو او سرچینو راټولولو سره په ګډه کار وکړي ، تل یې په کشمیر او شمالي قبرص د یو بل د دریځ ملاتړ کړے دے٬ د وزيراعظم شهباز شريف مركه
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کا جیک پاٹ