اسلام آباد 06 دسمبر (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قريشي د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل صدر او د ملګرو ملتونو عمومي سيكتر ته يو ځل بيا خط ليكلے چې پكښې هغوې د مقبوضه جمو او کشمير سنګين صورتحال څخه خبر كړے شوې۔د ګل په ورځ د خارجه دفتر وياند له مخې خارجه وزير په خپل خط كښې مقبوضه جمو او کشمير كښې د ناوړه بشري حقونو ، انساني صورتحال او د هند اشتعال انګيز او غير ذمه واره بيان بازۍ سره سره د جعلي” فليګ آپريشن ” دهړكو څخه نړيوال امن او سلامتيا ته د پېښو خطرو څخه خبر كړے شوے او جمو او کشمير شخړه د سلامتي کونسل اړوندو قراردادونو او د ملګرو ملتونو د سيورې لاندې د خپلواكه او بې پرې استصواب رائے جمهوري تګلارې له مخې په حل کولو زور راوړلے شوے۔خارجه وزير په مقبوضه جمو او کشمير كښې د ماورائے عدالت قتل،بيجا او غير قانوني ګرفتارو په اړه د اوسنيو پېښو پلو پام ګرځولے۔د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشينري، آزاد اين جي اوز او نړيوالې ميډيا د کشمير د بشري حقونو ، خبريالانو او سول سوسائټۍ کارمندانو په ضد د هند قابضو عسكرو د اړخه د زياتو شوو دهړكو ، زؤرونې او انتقامي بريدونو په اړه باقاعدګۍ سره په رپورټنګ د تشويش څرګندونه كړې۔ خارجه وزير د دې خبرې پخلے كړے چې پاکستان مقبوضه جمو او کشمير كښې د ظلم مخنيوې او د شخړې ختمولو په غرض د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل قراردادونو له مخې د جمو او کشمير شخړې منصفانه او امناكه حل لپاره په تعميري توګه كار كولو له چمتو دے ۔ دې مقصد لپاره به هند له مقبوضه کشمير كښې د 5 اګست 2019 يو اړخيزه او غير قانوني اقدامات بيرته اخستل وي۔
خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قريشي د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل صدر او د ملګرو ملتونو عمومي سيكتر ته خط، مقبوضه جمو او کشمير كښې د سنګين صورتحال څخه خبر كړے شول
مضمون کا ماخذ : سکاراب ملکہ