كراچې 29 جون (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي په اوسني وخت كښې د علم ترلاسه كولو تقاضې په تندې سره بدلېږي، ځكه د ټېكنالوجې حصول جديد علومو ته د رسنې ذريعه ده، په تندې سره بدلېدونكې نړۍ كښې په مصنوعي ذهانت تحق??ق او كار كول مهم ضرورت دے. د پي اے اېف لخوا جاري شوې اعلاميې له مخې صدر مملكت دا خب??ې په كراچې كښې په ايئر وار كا??ج انسټي ټيوټ كښې د 35 ايئر وار كورس كا??ووكېشن او د ګرېجوېشن دستورې ته د خاص مېلمه په توګه په خپله وېنا كښې وكړې. صدر د كورس ګډون كوونكو ته په كا??ياب تكميل او مهمه بريا مباركي وركړه. ده ووئيل بايد مونږ د رنګ او نسل د امتياز نه بغېر د مظلوم ملاتړ روان اوساتو. په دې موقع صدر په مقبوضه كشميړ كښې د بشري حقونو صورتحال سره سره په هندوستان كښ?? مسلمانانو سره د كېدونكي امتيازي سلوك غندنه وكړه. صدر مملكت ووئيل په اوسني وخت كښې كوم پوځ په روايتي يا غېر روايتي جنګ كښې يواځې كا??يابي نه شي ترلاسه كولې، ځكه په عسكري آپرېشنز كښې كا??يابې لپاره شريكه حكمت عملي مركزي حيثيت لري. صدر ګرېجوېټ افسرانو ته اسناد وركړل چې پكښې د پاك بحريه كمانډر وليد عارف ته د كورس ټاټ ګرېجوېټ ټرافي وركړې شوه. په ګرېجوېټ كسانو كښې د پاك فضائيه، آرمي او بحريه نه علاوه د دوست هېوادونو د ځواكونو افسران هم شامل وو چې پكښې بنګله دېش، سري لنكا، انډونېزيا، مالېزيا، اردن، ي??ن، سعودي، مصر، نائجېريا او عراق شامل دي. په دستوره كښې د اعلٰی پوځي او سول چارواكو نه علاوه د دوست هېوادونو سفارتكارو هم ګډون وكړو
په اوسني وخت كښې د علم ترلاسه كولو تقاضې په تندې سره بدلېږي، ځكه د ټېكنالوجې حصول جديد علومو ته د رسنې ذريعه ده. صدر ډاكټر عارف علوي
مضمون کا ماخذ : اسلام آباد لاٹری