اسلام آباد 06 دسمبر (اے پ?? پي) نګران وزير??عظ?? انوار الحق كاكړ په هېواد كښې سرمايه كارۍ لپاره چاپېرچل په زړه پوري ګرځولو سره وئېلي دي دوست هېوادونو سره د سرمايه كارۍ لپاره په اربونو ډالره د مفاهم په يادښتونو لاس ليك شوے ٬په كوم سياسي ګوند يا سياسي هلو ځلو او په ټاكنو كښې په برخه اغستلو بندېز نشته٬ د اربو روپو د برېښنا غلا څخه د هېواد معيشت ته زيان رسي٬ آئي اېم اېف سره د قسط معامله به ډېر زر حل شي۔د شورو په ورځ نجي ټي وي چينل سره مركه كښې وزير??عظ?? ووئېل هېواد د ترهه ګرۍ خطرو سره مخ دے٬حكومت د ترهه ګرۍ دې چېلنج مخ نيوي لپاره هر ممكن وسائل كاروي٬د ځينې سياسي ګوندونو په هېواد كښې د ترهه ګرۍ پېښو په اړه مؤقف سم نه دے۔ده و??ئيل كه په ټاكنو كښې د پوځ تعيناتولو معامله رامخې ته شوه نو اړوندو ادارو د رائے نه پس به پريكړه كوو۔ده و??ئيل منظم غېر رياستي ډله سرګرم ده٬پوليس له د تربيې او د وسائلو غوندې مسئلو سره مخ يوو ٬پوليس په خاص ت??ګه د خېبرپښتونخوا پوليس د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې بشپړه برخه اخستې٬د پاك پوځ په مرسته د دې خطر مخ نيوي لپاره هلې ځلې كوو۔ ده و??ئېل په ټاكنو كښې د امنيتي صورتحال په تناظر كښې د پوليس يا پوځ تعيناتولو پريكړه به كولې شي۔ د لنډ مهاله حكومت راتللو څخه وړاندې د ټولو سياسي ګوندونو مشرانو سره ملاقاتونه شوي٬د خپل سياسي سباؤن پريكړه به د دې چوكۍ څخه د جلا كېدو نه پس كوم۔ده و??ئيل قانون نافذ كوونكې ادارې د قانون له مخې ګرفتارۍ كوي او بيا د قانون له مخې كاروائي كېږي۔د پي ټي آئي كوم وګړي چې د 9 مئي په پېښو كښې ككړ نه دي په هغوي د سياسي هلو ځلو او ټاكنو كښې د برخې اغستو كوم بندېز نشته۔ ده و??ئېل هڅه كوو چې چا سره هم ناانصافي ونه شي۔ده و??ئيل نګران حكومت ضروري چارې ترسره كوي٬په نيك نيتۍ سره كار كوو۔وزير??عظ?? ووئيل هېواد د ټيكس محصولات پشمول د ګورننس چېلنجونو سره مخ دے٬وګړو له د صحت٬تعليم او روزګار موقعو وركولو سره سره كورنے او بهرنے امنيت وركول د رياست ذمه واري ده۔ده و??ئيل د اېس آئي اېف سي د لارې سرمايه كارۍ كښې ولاړ خنډان لرې كولو لپاره ګامونه پورته كوو٬د هېواد مسئلو حل كولو له پارليمان له پريكړه كول وي۔ نګران وزير??عظ?? ووئېل اېس آئي اېف سي د هېواد د پارليمان پريكړه ده٬د دوست هېوادونو سره د اربونو ډالرو سرمايه كارۍ د مفاهم په يادښتونو لاس ليك شوے۔هيله لرو چې نورو هېوادنو سره به هم لوظ نامې اوشي
په هېواد كښې سرمايه كارۍ لپاره چاپېرچل په زړه پورې دے٬ دوست هېوادونو سره د سرمايه كارۍ لپاره په اربونو ډالره د مفاهم په يادښتونو لاس ليك شوے ٬آئي اېم اېف سره د قسط معامله به ډېر زر حل شي۔ د وزيراعظم انوار الحق كاكړ نجي ټي وي سره مركه
مضمون کا ماخذ : apostas dupla sena