اسلام آباد 10 جون (اے پي پي) د بجټ 2022-23 هغه ځانګړي خدوخال چې پكښې حكومت اولس ته پام لرنه كړې دغسې چې د ټولنې پسمانده طبقو له زيات ريليف وركړے شي.
٭ د تنخاه دار طبقې بوج كمولو لپاره انكم ټيكس لږ نه لږ 6 لكهه څخه زياتولو سره 12 لكهه ته رسولې شوي۔
٭ فلمي صنعت بحالي او فنكارو مرستې لپاره اقدامات شوې دغسې چې فلم او سنيما پرمختګ وكړي۔ په نړۍ كښې پاكستان كلتور او مثبت تشخص رامخې ته شي او د هېواد سېلګرۍ ته وده ترلاسه شي۔
٭ ځوانان زمونږ دسباؤن او قيمتي اثاثه ده كومو لپاره چې لوئ او كوټلې اقدامات كېږي۔
٭ بے نظير انكم سپورټ پروګرام كښې زياتوالې كېږي دغسې چې غريبي ختمه كړې شي۔
٭ بے نظير وظائف كښې به يو كروړ نور زدكونكي شاملولې شي دغسې چې غريب ځوانانو له تعليم وركړې شي۔
٭ اضافي روپو وركولو سره د سي پيك په پروژو د كار رفتار به تندولې شي۔
٭ د سي پيك ترمخه سپيشل اكنامك زونز زر تر زره پيل كولو ته به خاص پام لرنه كولې شي۔
٭ آئي ټي، زراعت، غذائي تحفظ، د تجديد وړ توان ، تعليم او ځوانانو آمدن لپاره ټيكس څخه استثني وركولې شي۔
٭ مالدارو څخه د دولت رخ غريبانو پلو ګرځولې شي۔
٭ برآمدات او سرمايه كاري زياتونكې بجټ دے
٭ د اعلي تعليم ودې لپاره د ايچ۔اي۔سي بجټ د تير كال په مقابله كښې 67 فيصده زياتولې شي۔
٭ د بلوچستان زدكونكو له 5 كلن تعليمي وظيفې به وركولې شي۔د بلوچستان ساحلي سيمو څخه تعلق لرونكو زدكونكو له اضافي تعليمي وظيفې به وركولې شي۔ بلوچستان تعليمي څانګې له ښه تعليمي ساز او سامان به وركولې شي۔
٭ صنعتونو چلونكې فيډرز به صفر لوډشيډنګ كېږي۔
٭ كوچني كاروبار په خاص توګه كاروباري ميرمنو له كم نه كم ټيكس بريكټ 4 لكهه ځه 6 لكه ته رسولې شي۔
٭ سيونګ سرټيفكيټ (بچت سكيمونه)، پينشن ګټي ، شهيدانو كورنيو ښېګړې كھاتو كښې سرمايه كارۍ ګټه لاګو ټيكس 10 فيصده څخه كمولو سره 5 فيصده ته راوستلې شي۔
٭ 3 كالو نه تر 10 كاله متعين (فكسډ) آمدن او سيلز ټيكس نظام لوګو كوو دې نه پس ايف۔بي۔آر به د هغوې څخه د نور ټيكس تقاضا نه كوي۔
٭ وړومبي كال لپاره صنعت او كاروباري قدر (ډيپريسي ايشن كاسټ) كښې كمي 50 فيصده څخه بدلولو سره 100 فيصده ته رسولې شي۔
٭ رئيل اسټيټ سميت غيرپيداواري اثاثې جمع كولو سره د غريبانو لپاره د كورونو بيعه زياتيږي۔مالدارو غيرپيداواري اثاثو ټيكس لوګو كوو دغسې چې توازن راتللو سره غريبانو لپاره جائيداد بيعې كمي شي۔دوه نيم كروړه ماليت دويم جائيداد په اخستلو به 5 فيصده ټيكس لګولې شي۔
٭ سركاري ملازمانو تنخاګانو كښې 15 فيصده اضافه كېږي۔
٭ 1600 او دې څخه زيات سي سي لګژري ګاړو ټيكس كښې اضافه شوې ۔
٭ سولرپينل په درآمد او ترسيل (ډسټري بيوشن) ټيكس صفر كړې شوې۔
٭ زرعي مشينري، ټريكټر، غنمو ، وريژو ، تخم پشمول دې څانګې كښې استعماليدونكې نورو څيزونو او د هغې په ترسيل ټيكس صفر كړې شوې۔
٭ زرعي مشينري كسټم ډيوټي څخه مستثني كړې شوي۔ زرعي څانګې مشينري،دې سره منسلك څيزونو ، ګرين هاس فارمنګ، پراسيسنګ، بوټو بچ كولو آلات، ډرپ اريګيشن، د اوبو وركولو پشمول هر ډول زرعي آلات ټيكس څخه مستثني كړې شوي۔
٭ ماحولياتي بدلون مخنيوي لپاره بجټ كښې 10 اربه روپۍ اېښودلې شوي۔
٭ ويكسين، په رنځونو قابو موندلو او صحت په اړه ادارو استعداد زياتولو لپاره 24 اربه روپۍ بجټ كښې اېښودلې شوي۔
كسټم كوډ مناسب كولو او ټيرف كښې كمي شوې۔
٭ داروګانو جوړولو كښې استعماليدونكې اجزا د كسټم ډيوټي څخه بشپره مستثني كړې كېږي۔
٭ عدالتونو څخه بهر تنازعات او مقدمات ترسره كولو لپاره مقدمو حل كولو متبادل نظام پيل كړې كېږي دغسې چې په مقدمه بازي پورته كړې كيدونكې خرڅونه او وخت بچ كولو نه علاوه ولاړ خنډان لرې كړې شي