رياض 26 اکتوبر(اے پی پی) د سعودي ولي عهد او وزيراعظم محمد بن سلمان د وزيراعظم شهباز شريف په درخواست په مسجد نبوي(ص)كښې د هلې ګولې په تور د نيولے شوو بنديوانو پاكستانيانو د پرېښودلو حكم وركړے۔د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف د سعودي ولي عهد ته د اپرېل 2022 پېښې معاف كولو او د نيولے شوو پاكستانيانو د خوشې كولو درخواست كړے ؤ ۔د مدينه منوره عدالت درېو پاكستانيانو ته د 8 كالو او دريو ته د 6 كلونو زندان سزا اورولې وه۔خوجه لقمان٬محمد افضل٬غلام محمد ته د 8 كلونو او انس٬ارشد او محمد سليم ته د 6 كلونو قيد سزا اورولې شوې وه۔دغسې يو بل پاكستانے طاهر ملك ته هم د درېو كالو قيد او د 10 زره رياله جرمانې سزا اورولې شې وه ۔د وزيراعظم په خواست د سعودي ولي عهد وزيراعظم محمد بن سلمان په سعودي عرب كښې د بندېوانو پاكستانيانو خوشې كولو لپاره لويه پريكړه كولو سره په مسجد نبوي(ص)كښې د هنګامه آرائي په تور نيولې شوي ټول پاكستانيان د خوشې كولو حكم جاري كړے ۔وزيراعظم شهباز شريف د سعودي ولي عهد مننه كولو سره وئيلې دي لوي څښتن دې تاسو ته د دې اجر دركړي
د سعودي ولي عهد او وزيراعظم محمد بن سلمان د وزيراعظم شهباز شريف په درخواست په مسجد نبوي(ص)كښې د هلې ګولې په تور د نيولے شوو بنديوانو پاكستانيانو د پرېښودو امر وكړو
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کے نتائج