اسلام آباد 18مئي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مرېم اورنګزيب وئيلي دي عمران صاحب د عقل په خبره ډېر وروسوتو پوهه شو، ځكه د پارلمان څخه وېستلے شوے، د عمران خان په عقل كښې كه د آئين خبره راتللے نو په نيمه شپه به عدالت خپلې دروازې نه پرانستلې، كه عمران خان د عقل په خبره پوهيدے نو په اولس دښمنه شرطونو به ئې په پټو سترګو لاس ليك نه كولو ، عمران صاحب كه عقل لرلو نو معيشت تباه، روزګار ختم او تاريخي ګرانۍ سره به د اولس ساه نه بنديدلې۔ امپورټډ وياند د خپل ريجيکټډ ليډر د مجروح انا تسکين لپاره هره ورځ نوې دروغ وائي۔ د پي ټي آئي لارښود فواد چوهدري په بيان د شورو په ورځ غبرګون كښې وفاقي د اطلاعات وزيرې ووئيل عمران صاحب كه عقل لرلے نو د فواد غوندې وياند به ئې ساتلے ؟ عمران صاحب كښې كه عقل ؤ نو د فرح ګوګي د لارې به ئې کرپشن کولو ؟ توشه خانه قومي امانت كښې به ئې خيانت کولو ؟، خپلو څلورو كلونو كښې 20 زره اربه تاريخي قرض به ئې ولي اخستلو۔دې ووئيل په عملي توګه د هغوې حکومت ختم شوے خو منلو له تيار نه دي،څوك چې پخپله نه تلل ، هغوې د آئين په طاقت وېستلې شوي۔ وفاقي وزيرې ووئيل عمران صاحب دې حقيقت معلوم كړي، اولس پريكړه كړې ۔ د اولس پريكړه وه چې د عمران صاحب د نالائقۍ، نااهلۍ او کرپشن څخه خلاص شي، مونږ اولس آزاد كړے، الحمدالل
عمران صاحب د عقل په خبره ډېر وروستو پوهه شو، ځكه د پارلمان څخه وويستلې شو ، عمران خان په عقل كښې كه د آئين خبره راتللے نو په نيمه شپه به عدالت خپلې دروازې نه پرانستلې ، د اطلاعات وفاقي وزيري مرېم اورنګزيب د فواد چوهدري په بيان غبرګون
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی قانونی حیثیت