كراچې 27 مارچ (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې د مواصلاتو فن مېرمنې بااختياره كولو او د پرمختګ په لار روانېدو لپاره ضروري دے. ده دا خبرې د اتوار په ورځ په آئي بي اے سټي كېمپس كښې د دوهم كلن كانفرنس وروستې دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې. صدر مملكت ووئيل چې موثر ابلاغ په پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كوي. ده ووئيل چې ځينې خلق د مواصلاتو په هنر پوره نه وي. ده ووئيل چې مونږ ته به خپل مقاصد ترلاسه كولو لپاره دا ټولز زده كول وي. صدر مملكت ووئيل چې ووئيل چې زمونږ په ټولنه كښې دا عام تاثر دے چې مولوي په هېواد كښې د آبادې كنټرول كولو په لار كښې خنډ دے كوم چې غلط دے. ده ووئيل چې مولوي زمونږ مرستې ته تيار دے. صدر مملكت ووئيل چې په لوېديځه نړې كښې هم مېرمنو ته مساوي حقوق نه وركول كېږي.
مضمون کا ماخذ : ولف گولڈ