اسلام آباد 01 اګست (اے پي پي) پاکستان به د هند په غېر قانوني قبضه كښې د جمو و كشمير خاص حېثيت ختمولو د غېر قانوني٬ غېر اخلاقي او د غېر آئيني اقدام غندنه كوي او د هندي پوځ د محاصرې په درې كالو ترسره كېدو به په پنځم اګست د استحصال ورځ لمانځي٬ حکومت د استحصال ورځ په موقع مظلوم كشميريانو سره د يوالي څرګندونې لپاره د سېمينارز او کنفرنسز پشمول د يو شمېر پروګرامونو اهتمام كړے دے او د كشميريانو په ملاتړ كښې به ګرد هېواد كښې لاريونونه هم كولې شي چې پكښې به د هر طبقه فكر خلق په بشپړه توګه ګډون كوي٬ ټول قام به خپلو كشمريانو وروڼو له دا پېغام وركوي چې د پاكستان اولس به د دوي د خپلواكۍ حق سپېځلو هلو ځلو او د هندي ځواكونو د ظلمونو په ضد عمرله دوي سره ولاړ وي٬ د لائن آف کنټرول په دواړو اړخونو او ګرده نړۍ كښې مېشته كشميريان به د پنځم اګست كال 2019 د هند دغېر آئيني اقدام غندنې لپاره د استحصال ورځ لمانځي۔ ګرد هېواد كښې به د ټولو سياسي ګوندونو كاركنان د لاريو او نورو هلو ځلو د لارې د مقبوضه كشمير د بې ګناه اولس په ضد د هند د رياستي ترهګرۍ په خلاف بشپړه احتجاج رېكارد كوي٬ د سول سوسائټۍ تنظيمونه به د كشميريانو په ضد د بشري حقونو سنګينو خلاف ورزو رامخې ته كولو لپاره سېمينارز او نور پروګرامونو اهتمام هم كوي۔ د استحصال ورځ په موقع به ګرد هېواد كښې يوې دقيقې لپاره خاص خاموشي اختيارولې شي، ټراتېك به يوې دقيقې لپاره ايسارولې شي او سائرن به غږولې شي۔ د يوې دقيقې د خاموشۍ نه پس به په پاكستان راډيو او د پاكستان ټېلي ويژن پشمول د الېكټرانك ميډيا په چېنلز د پاكستان او جمو و كشمير قامي سرودونه غږولې شي۔ په دې مهال به د اسلام آباد او د صوبائي سرښارونو په اهم سترو لارر د كشميريانو حالت زار رامخئ ته كولو لپاره په مقبوضه کشمير كښې د قابض ځواكونو لخوا كېدونكي ظلمونه رامخې ته كولو لپاره پوسټرز او بل بورډز لګولې شي٬ د اګست په پنځمه نيټه كال 2019 كښې د مودي په مشرۍ كښې د بي جے پي حكومت د هندي آئين آرټيكل 370 او 35A ختم كړې ٶ۔ د دې قانون له مخې كشمير ته خاص حېثيت وركړې شوې ٶ۔
پاکستان به د مقبوضه کشمير اولس سره د يوالي څرګندونې لپاره پنځم اګست د استحصال ورځ لمانځي
مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپ ڈاؤن لوڈ کریں