اسلام آباد 09 اګست (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن او د پارليماني چارو صلاحكار بابر اعوان وئېلي دي په ټاكنو كښې د درغلې تورونو لرې كولو لپاره اي وي اېم كارول ضروري دي ٬د اي وي اېم كارولو او سمندر پورې پاكستانيانو ته د رائے حق وركولو لپاره په اولسي كچه د رائے عامه هوارولو هڅو كښې د پارليماني چارو وزارت او د اطلاعات وزارت په ګډه ګامونه پورته كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه دوي د ګل په ورځ د پارليماني چارو وزارت كښې د اي وي اېم او آئي ووټنګ كابينې كمېټۍ په غونډه كښې د خبرو په مهال كړې۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل د كال 1970 څخه په شوو ټولو ټاكنو كښې د ټګۍ تورونه لګولې شوي ٬په دې اړه مونږ له د يو مېكنزم جوړولو ضرورت دے۔ده ووئيل د مخالفې ډلې ګوندونو له د ټاكنو په اصلاحات مونږ سره خبرې كول پكار دي ۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير ووئيل د اي وي اېم ټېكنالوجۍ په اړه ټول كار بشپړ شوے ٬دې ټېكنالوجۍ سره به په ټاكنو كښې د درغلې تورونو لرې كولو له مرسته ترلاسه شي۔ده غونډې ته ووئيل اليكټرانك ووټنګ مشينونونه د الېكشن كمېشن د شرطونو له مخې جوړ شوي٬په دې مشينونو كښې د اليكټرانك ووټنګ رېكارډ سره سره به پيپر رېكارډ هم موجود وي۔ده ووئيل راتلونكې ټاكنې په اي وي اېم كولو كښې به هېڅ مسئله نه رامخې ته كېږي٬مخالفې ډلې سره معاملات مخ په وړاندې روان دي۔ده ووئيل مونږ سمندر پورې پاكستانيانو ته د رائے حق وركولو كښې سنجيده يو۔ده غونډې ته ووئيل د اطلاعات وزارت د اي وي اېم كارولو او سمندر پورې پاكستانيانو ته د رائے حق وركولو په اړه اولسي رائے عامه هوارولو لپاره به هر ممكنه مرسته كوي۔په غونډه كښې د خبرو په مهال د وزيراعظم د پارليماني چارو صلاحكار ډاكټر بابر اعوان ووئيل په ټاكنو كښې د سپيځلتيا په اړه موجوده حكومت تاريخي اقدامات كوي٬اي وي اېم ټېكنالوجي ټاكنو كښې د سپيځلتيا پلو يو مهم اقدام دے۔ده ووئيل سمندر پورې پاكستانيانو ته د رائے حق وركول زمونږ وړومبې ترجيح ده ۔د دې څخه وړاندې په غونډه كښې اي وي اېم او سمندر پورې پاكستانيانو ته د رائے حق وركولو په اړه اولس او سياسي ګوندونو كښې د خبرتيا كمپائن پېل كولو په اړه په چارو بحث وشو۔په غونډه كښې په وروستيو كښې په شوو ټاكنو په خاص توګه د كال 2018 په ټول ټاكنو كښې د سياسي ګوندونو لخوا د لګولے شوو اعتراضاتو جاج واخستلے شو ۔په غونډه كښې د ټاكنو اصلاحات لپاره ټول سټيك هولډرز رابلل٬كال 2000 نه تراوسه په ټاكنو په شوو خرڅونو٬په ضمني ټاكنو كښې د مخالفو ډلو اعتراضات او د اي وي اېم په اړه سپيځلتيا رامخې ته كولو وېډيو پېكج هم د خيالاتو څرګندونه شوې۔په غونډه كښې د اطلاعات وزارت او پارليماني چارو وزارت لخوا د اي وي اېم سپيځلتيا په اړه د پېل كېدونكي مېډيا كمپائن چارو په اړه هم غور وشو۔غونډه د اي وي اېم په لړ كښې د مهمو نكاتو او په دې اړه تحفظات لرې كولو٬د مالياتي چارو او د ټېكنالوجي تفصيلي تعارف په اړه خبر كړې شوه۔په غونډه كښې په دې خبره زور راوړلے شو چې د پاكستان تحريك انصاف د قامي او صوبائي اسمبلۍ غړي دې په خپلو حلقو كښې د اي وي اېم او سمندر پورې پاكستانيانو ته د رائے حق وركولو خبرتيا په اړه خپل كردار ترسره كړي۔
د اي وي اېم كارولو او سمندر پورې پاكستانيانو له د رائے حق وركولو لپاره رائے عامه هوارولو لپاره ګامونه پورته كوو۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن او د پارليماني چارو صلاحكار بابر اعوان د اي وي اېم آئي ووټنګ غونډه كښې خبرې
مضمون کا ماخذ : نتیجہ میگا سینا