اسلام آباد 26 مئي (اے پي پي) د وزيراعظم د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد وئيلي دي د روان مالي كال 10 مياشتو په مهال برآمدات زيات شوي۔ د شورو په ورځ خپل يو ټويټ كښې ده ووئيل جولائي 2020 نه تر اپريل 2021 په مهال د سرجيکل مصنوعات برآمدات 14 فيصده زياتوالي سره 360 مليونه ډالره وؤ كوم چې د تير مالي كال په دې موده كښې 315 مليونه ډالره وؤ۔ كبان او دې څخه د جوړو شوو مصنوعاتو برآمدات 2 فيصده اضافې سره د 352 مليونه ډالره وو او د تير كال په دې موده كښې 345 مليونه ډالره وؤ۔ ده ووئېل د غوښي برآمدات 9 فيصده اضافې سره 280 مليونه ډالره وؤ كوم چې د تير كال دې مودي په مهال 257 مليونه ډالره وؤ۔ده ووئيل د څرمنې مصنوعات برآمدات 7 فيصده اضافې سره 239 مليونه ډالره دي دغسې د فارماسيوټيکل مصنوعاتو برآمدات 28 فيصده اضافې سره 226 مليونه ډالره وؤ۔ د سيمنټ برآمدات يو فيصده اضافې سره 225 مليونه ډالره وؤ كوم چې د تير كال دې مودي په مهال 223 مليونه ډالره وؤ۔ ده ووئېل کيټلري برآمدات 39 فيصده اضافې سره 100 مليونه ډالره وؤ كوم چې د تير كال دې مودي په مهال 72 مليونه ډالره وؤ۔ ده برآمدات كښې په اضافه برآمدکوونكو له مبارکي وركړي ده
د روان مالي كال په مهال برآمدات زيات شوي، د تجارت صلاحكار ټويټ، برآمد کوونكو ته مباركي
مضمون کا ماخذ : نتیجہ لوٹومینیا