اسلام آباد 01 جولائي (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب د سينئر خبريال او تجزيه كار”دنيا نيوز”په اياز امير لاهور كښې د نامعلومو كسانو د بريد او تشدد سخت نوټس اخستے ۔د جمعې په ورځ د جاري شوي بيان له مخې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب په اياز امير لاهور كښې د بريد په اطلاع ترلاسه كېدو د پنجاب داخله وزير عطاﺀ الله تارړ سره رابطه وكړه۔عطاﺀالله تارړ د اطلاعات وفاقي وزيرې ته ووئيل د وزيراعظم او پنجاب اعلٰی وزير په هدايت د پېښې د تحقيقات حكم وركړے شوے ۔د اطلاعات وفاقي وزيرې ووئيل په خبريال اياز امير بريد د صحافت په آزادۍ بريد دے٬د پېښې چې څومره هم غندنه وشي كمه ده۔حكومت به په اياز امير د تشد د پېښې بشپړه پلټنې كوي او د انصاف ټولې تقاضې به پوره كولې شي۔مريم اورنګزېب ووئيل د خبريالانو د آزادۍ نه بغېر د جمهوريت كوم تصور نشته٬د خبريالانو تحفظ باوري كولو لپاره به هر ممكن اقدامات كولې شي۔په دې مهال وفاقي وزيرې د اياز امير سره د يووالي څرګندونه وكړه او د بريد كوونكو زر نيولو باور يې وركړو۔
د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې په سينئر خبريال اياز امير د نامعلومو كسانو د بريد او د تشدد نوټس واغست ٬حكومت به په اياز امير د تشدد د پېښې بشپړه پلټنې كوي٬د انصاف ټولې تقاضې به پوره كولې شي۔مريم اورنګزېب
مضمون کا ماخذ : کراچی لاٹری