اسلام آباد 12 ستمبر (اے پی پی)د انټر نېشنل بارلمېنټري يونين صدر دوارتے پشيګو د پاكستان انسټي ټيوټ آف پارليمنټرين سروسز(پپس)دوره كړ??۔په دې موقع سېنېټر فيصل سليم رحمان هم د آئي پي يو صدر سره ملګرے ؤ ۔د سېنېټ سېكرټرېټ له مخې پپس ايګزېكټو ډائرېكټر محمد انور او نورو افسرانو مېلمنو ته هركلے اووئ۔د پپس ايګزېكټو ډائرېكټر د آئي پي يو صدر ته د پس قيام٬تاريخ او كار په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔د آئي پي يو صد?? ووئېل په ??اكستان كښې د پارليماني نظام قوي كولو كښې د پپس كردار د ستائنې وړ دے۔په دې موقع د آئي پي يو صد?? ووئيل د پپس پشان اداره د جمهوريت په ??ده كښې مهم كردار ادا كوي۔د آئي پي يو صدر د پپس لائبريري جائزه واخسته او د مېلمنو په ??تاب كښې ئې خپ?? خپل تاثرات هم درج كړل۔د دې نه پس سېنېټر سليم رحمان او د پپس ايګزېكټو ډائرېكټر محمد انور د آئي پي يو صدر ته يادګاري شيلډ وركړو۔ياد دې وي د آئي پي يو صدر د سېلاب له امله د پیدا شوي صورتحال په ??جه د پاكستان سره د يووالي څرګندونې لپاره د پاكستان په دوره راغلے دے ۔
د آئي پي يو صدر دوارتے پشيګو د پاكستان انسټي ټيوټ آف پارليمنټرين سروسز دوره وكړه
مضمون کا ماخذ : پیش گوئی اور حکمت عملی