ډېره اسماعيل خان 25جولائی(اے پی پی)وزيراعظم شهباز شريف وئېلي دي چې په خېبرپښتونخوا كښې د سړكونو پشمول د نورو پرمختيائي پروژو جال خپرولې شي٬د قوم حالت بدلولو لپاره به كشكول ماتول وي٬ په شاهي خرڅونو كښې كمي او د كرپشن ختمولو نه غېر ه??وا?? پرمختګ كولے نه شي٬ شمسي توان او د پن برېښنا پروژو ته به پام ګرځول وي٬ كه په تېر وخت كښې دې ??لو پام شوے وے نو د ه??وا?? معاشي حالت به نن داسے نه و۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ په ډېره اسماعيل خان كښې د 8 لويې پرمختيائي پروژو پرانستې او د بنياد تيګې كېښودو دستورې ته د خطاب كولو په مهال وكړه۔ ده ووئيل چې موجوده حكومت ته د تاريخ تر ټولو سخت چېلنجونه په ورثه كښې ترلاسه شوي٬ په لږ وخت كښې حكومت په چېلنجونو د قابو موندلو هڅه كړې٬ د اپرېل په 11مه نېټه كال 2022 مې د خپلې چوكۍ سوګند پورته كړو احساس وو چې حالات ډېر سخت دي خو د دې اندازه نه وه چې دا دومره زيات تباه كن دي۔ ده ووئيل چې تېر كال د پاكستان د تاريخ تر ټولو سخت سېلاب راغلې٬ په ھ??وا?? كښې 3 كروړه 30 لكه كسان د سېلاب له امله ځپلې شوي٬ وفاقي حكومت د سېلاب ځپليو بحالۍ لپاره 100 ارب روپۍ فنډز وركړې٬صوبو د مرستې په كاروائيو كښې بشپړه برخه اچولې۔ ده ووئيل چې ه??وا?? د سېلاب٬د ګران تېلو درآمد٬ترهه ګرۍ٬سياسي اړې ګړی او د پخواني حكومت لخوا د آئي اېم اېف سره د لوظ نامې ماتولو نه پس د دې د بحالۍ په څير چېلنجونو سره مخ و٬مونږ حوصله نه ده بېللې٬په مړانه مو د چېلنجونو مقابله كړې۔ ده ووئيل چې په خېبرپښتونخوا كښې د پرمختيائي پروژو جال خپرولې شي ٬ دې ??روژو سره به دا سيمې د مينځني آسيائي ه??وا??ونو سره تړلو كښې مرسته ترلاسه شي٬ د قوم حالت بدلولو لپاره به كشكول ماتول وي۔ده ووئيل چې د ډېره اسماعيل خان څخه تر ژوب ترسيلي لائن به ډېر زر بشپړ شي۔ ده ووئيل د اېس آئي اېف سي د لارې د ه??وا?? د پرمختګ بشپړه پروژه جوړه كړې شوې٬ دا د معاشي بحالۍ پروژه ده۔ ده ووئيل چې ه??وا?? معدني پانګې او قدرتي وسائل لري٬ ه??وا?? په سم پلو روان دې٬ د معاشي بحالۍ په دې ??نصوبه كښې د وفاق٬ صوبائي حكومتونو او د پاك پوځ مشر لخوا بشپړه مرسته ترلاسه ده٬ سباؤن كښې چې د چا هم حكومت وي هغه له به په دې عمل روان ساتل وي٬مونږ به محنت٬قربانو او اتحاد سره د ه??وا?? تقدير بدلوو۔ ده ووئيل د عمران نيازي حكومت خپل سياست لپاره د رياست قرباني وركړې ٬د مخلوط حكومت مشرانو متفقه پريكړه كړې چې سياست به قربان كړو خو رياست به بچ كړو٬دا هغه پريكړه وه په كومه چې مونږ ولاړ وو٬كه رياست ته زيان رسېدلې و نو وزارتونه او وزارت عظمی به چرته وه۔ وزيراعظم ووئيل مونږ د دې ??ويې قيمت ادا كړی او په لويې څښتن مو توكل كړې۔ ده ووئيل اوس په ه??وا?? كښې به زراعت او صنعت پرمختګ كوي٬د شمسي توان پشمول په بېلو څانګو كښې پرمختيائي پروژې پېل شوې٬ كه په تېر وخت كښې دې څانګو ته پام لرنه شوې وې نو د ه??وا?? معاشي حالت به داسې نه وو۔وزيراعظم ووئيل د برېښنا په بېعو كښې اوسنۍ اضافه د آئي اېم اېف شرط و د برېښنا په څانګه كښې په لويه توګه د لائن لاسز سره مخ يو۔نظام پخوانې او ناكافي دې٬د واپډا ځينې اهلكار رشوت اخلي او په لويه توګه غلا كېږي۔په دې ??وقع وزيراعظم د ګڼو پروژو پرانسته او د بنياد تيګه كېښودله۔ دستورې ته د مواصلاتو وفاقي وزير مول??نا اسعد محمود٬د توان وفاقي وزير انجينئر خرم دستګير٬د پېټروليم وزير مملكت مصدق ملك او د پي ډي اېم مشر مول??نا فضل الرحمان هم خطاب وكړو۔
په خېبرپښتونخوا كښې د پرمختيائي پروژو جال خپرولې شي٬د قام حالت بدلولو لپاره به كشكول ماتول وي۔ د وزيراعظم شهباز شريف په ډېره اسماعيل خان كښې د پرمختيائي پروژې بنياد تيګې كېښودو او پرانستې دستورې ته خطاب
مضمون کا ماخذ : como jogar dupla sena