نیویارک۔21مئی(اے پی پی) د بهرنيو چارو وزير مخدوم شاہ محمود قرېشی د ملګرو ملتونو هېډکوارټر نیویارک كښې د ملګرو ملتونو عمومي سېكرټري انتونیو ګوئترس سره ملاقات كړے۔ خارجه وزير عمومي سېكرټري د تش لاسي فلسطينيانو په ضد د طاقت كارولو او د بې ګناه فلسطينيانو وګړو ٬كوچنيانو او مېرمنو په شهادتونو د خپلې سختې اندېښنې نه خبر كړو۔ شاہ محمود قرېشی ووئيل په سوئيلي آسيا كښې د تل پاتي امن په ځاے كېدو له به د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو د قراردادونو په رڼا كښې حل كول وي۔ هغه ووئيل د فلسطينو وګړو په ضد د طاقت بې درېغه كارولو په نتيجه كښې 250 نه زيات فلسطينيان شهيدان او د زرګونو په شمېر نور ژوبل شوي ۔ خارجه وزير ووئيل زما د دورې مقصد د عمومي اسمبلۍ بېړنۍ غونډه كښې د تش لاسي مظلومه فلسطيني اولس حق له غږ پورته كول او د بشري حقونو خلاف وزريو پلو د نړيوالې ورورولۍ پام راګرځول دي۔ هغه ووئيل پاكستان د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو په تحريك كښې د فلسطيني اولس د ملاتړ روان ساتلو عزم لري۔ عموي سېكرټري د ډز بندۍ اعلان هركلي كولو سره هيله څرګنده كړه چې دې اعلان سره به د فلسطين مسئله د خبرو اترو د لارې حل كولو له مرسته ترلاسه شي۔ خارجه وزير عمومي سېكرټري مقبوضه جموں و کشمیر كښې د بشري حقونو روانو خلاف ورزو ٬ د كشميري لارښود نظر بندولو او د كشميري وګړو بې ګناه وژلے كېدو پېښو نه هم خبر كړو۔ هغه ووئيل سوئيلي آسيا كښې د تل پاتي امن په ځاے كولو له به د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو قراردادونو په رڼا كښې حل كول وي۔ د پاكستان او هند ترمينځه د كال 2003 جنګ بندۍ لوظنامې خيال ساتلو په اړه د رايو يو كېدل خوشبينه دي۔ شاه محمود قرېشي ووئيل پاكستان تل ګاونډيانو هېوادونو سره د سولئيزو اړيكو ساتلو ملاتړ كړے دے۔ خبرو اترو لپاره په زړه پورې چاپېرچل جوړول د هند ذمه واري ده۔ خارجه وزير عمومي سېكرټري افغانستان كښې امن راوستو له د پاكستاني حكومت هڅو نه هم خبر كړو۔ هغه هيله څرګنده كړه چې منطقه كښې امن او استحكام باوري كولو له او د افغان مسئلې سولئيز حل له به ټولې ډلې د بشپړه خبرو اترو لاره خپله كړي۔ خارجه وزير عمومي سېكټري د اسلامو فوبيا په زياتېدونكي رحجان د خپلې ژورې اندېښنې نه خبرولو سره د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو لخوا د فعاله كردار ترسره كولو په حاجت هم زور راوړو
د بهرنيو چارو وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د ملګرو ملتونو عمومي سېكرټري انتونیو ګوئترس سره ملاقات
مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا اکومولڈا