اسلام آباد۔22جون(اے پی پی) د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس د لاسه د پنجاب نه وروسته خېبر پختونخوا كښې تر ټولو زيات كسان مړه شوي دي۔ ګرد هېواد كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا د لاسه 27 كسان مړه شوي دي كومو كښې چې 17 په وېنټېلېټر وو۔ د نېشنل کمانډ اېنډ آپریشن سېنټر لخوا د جاري شويو شمېرو له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال ګرد هېواد كښې د 663 وګړو كووډ-19 ټېسټ مثبت راغلو۔ د تېرو 24 ساعتو په مهال د كووډ -19 ټول 39 زره 17 ټېسټونه وكړې شؤ۔ تر دې دمه ګرد هېواد كښې د كووډ -19 نه 8 لکه 94 زره 352 كسان ښه شوي دي۔ بلوچستان او ګلګت بلتستان كښې د كورونا كوم رنځور په وېنټيلېټر نشته۔ ګرد هېواد كښې كووډ – 19 لپاره په بېل كړې شويو وېنټيلېټرز 271 رنځوران دي۔ ګرد هېواد كښې د اېكټيو كېسونو شمېره 33 زره 452 او د ځپليو 9 لکه 49 زره 838 ده۔ ګرد هېواد كښې تر دې دمه د دې وائرس له امله ټول 22 زره 34 كسان مړه شوي دي۔ تر دې دمه ګرد هېواد كښې د كورونا 1 کروړ 41 لکه 87 زره 441 ټېسټونه شوي دي۔ بلخوا ګرد هېواد كښې د كورونا رنځ درملنو له بېل كړې شويو 639 روغتونونو كښې د 2 زره 432 رنځورانو درملنې روانې دي
د 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس 663 كېسونه رامخ ته شوي۔ 27 كسان مړه۔ بلوچستان او ګلګټ بلتستان كښې د كووډ -19 كوم رنځور په وېنټيلېټر نشته۔ نېشنل كمانډ اېنډ آپرېشن سېنټر
مضمون کا ماخذ : نتیجہ بہت زیادہ