اسلام آباد 08 اپريل (اے پي پي) د منصوبه بندۍ٬ پرمختګ او خصؤصي اقدامات وفاقي وزير اسد عمر سره د خېبر پښتوانخوا وزير اعليٰ محمود خان د زيارت په ورځ اسلام آباد كښې ملاقات كړے ۔ د ملاقات په مهال د ضم شوو ضلعو پرمختيائي پروګرام او د مالي كال 22-2021 مجوزه پرمختيائي پروژو په اړه د خيالو څرګندونه شوې ۔ ملاقات كښې ډپټي چئيرمين پلاننګ کمېشن ، سيکرټري پلاننګ او د وزارتونو اعليٰ عهديدارو ګډون وكړو ۔ په غونډه كښې د خېبر پښتوانخوا پرمختيائي پروګرام كښې شاملولو له په تجويز کړو منصوبو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ د خېبرپښتونخوا وزيراعلي ووئيل اولسي ګټې او د منصوبو افاديت تر مخه په ټولو څانګو كښې د ترجيحي سکيمونو تعين کيږي دغسې چې راروان پرمختيائي پروګرام كښې د هغې شموليت باوري كړے شي او د دغې پرمختيائي پروژو پيشرفت او په وخت بشپړولو له دې ټائم لائنز جوړ كړے شي ۔ وفاقي وزير اسد عمر هم د صوبائي حکومت روانو پرمختيائي پروژو په وخت بشپړولو او د مجوزه منصوبو ټائم لائنز له د ضروري اقداماتو په حاجت زور راوړو ، ده ووئيل حکومت به د خېبر پښتونخواه پرمختيائي بجټ لپاره اولسي ښېګړي تر مخه د ټولو مهمو پروژو شناخت کوي غسې چې روان مالي كال كښې دغه پروژي په پرمختيائي بجټ كښې شاملې كړې شي۔ ده ووئيل د صوبې لرو پرتو سيمو پرمختګ او سوكالۍ ته حكومت پام لرنه كوي او دې لپاره د بيلو سيمو ضروريات او مسئلو مطابق بايد د عمل وړ پرمختيائي تګلاره وضع کړې شي۔ ده وزير اعلي ته په دې لړ كښې د وفاقي حکومت لخوا د مرستي باور وركړو
وفاقي وزير اسد عمر سره د خېبر پښتوانخوا وزيراعليٰ ملاقات ،د ضم شوو ضلعو پرمختيائي پروګرام او د مالي كال 22-2021 پرمختيائي پروژو په اړه د خيالو څرګندونه
مضمون کا ماخذ : como jogar dupla sena