اسلام آباد 06 اپريل (اے پي پي)د خزانې٬ محصولات او د صنعت او پیداوار وفاقي وزير حماد اظهر وئېلي دي د تنخاګانو او پنشن اوسنے ماډل يو ډول او منصفانه جوړولو لپاره د بې ضابطګۍ لرې كول ضروري دي۔وفاقي او صوبائي ملازمان د كمېشن د وړاندېزونو څخه ډېرې هيلې لري۔ده دا خبرې د نهې په ورځ د پے اينډ پنشن كمېشن چيئرپرسن نرګس سټهي سره د ملاقات په مهال په خپلو خبرو كښې وكړې۔په دې موقع د خزانې سېكرټري هم موجود ؤ ۔د پے اينډ پنشن كمېشن چيئرپرسن نرګس سيټهي وفاقي وزير ته د تنخاګانو او پنشن د اوسني خط او د كمېشن د مېنډېټ او كار په اړه بريفنګ وركړو۔هغې ووئيل ټولو ډلو سره د مشاورت عمل روان دے۔د تنخاګانو او پنشن اوسنے نظام د هېواد په معيشت يو لويې بوج دے۔د خزانې وزير ووئيل د تنخاګانو او پنشن اوسنے ماډل پائيدار نه دے۔د دې بې ضابطګۍ لرې كول ضروري دي۔ده پے اينډ پنشن كمېشن ته د مرستې باور وركړو۔د خزانې وزير ووئيل وفاقي او صوبائي ملازمان د كمېشن د وړاندېزونو څخه ډېرې هيلې لري
د تنخاګانو او پنشن اوسنے ماډل يو ډول او منصفانه جوړولو لپاره د بې ضابطګۍ لرې كول ضروري دي ۔حماد اظهر
مضمون کا ماخذ : sorteos dupla sena