اسلام آباد۔15فروری(اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي هنګو څخه د پاكستان تحريك انصاف د قومي اسمبلۍ غړي حاجي خيال زمان په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د نهې په ورځ په خپل يو بيان كښې خارجه وزير او د پاكستان تحريك انصاف وائس چيئرمېن مخدوم شاه محمود قرېشي ووئيل حاجي خيال زمان يو زيات مخلص او ښه اخلاق لرونكې شخصيت وو ٬ ګوند لپاره د هغه خذمات به ټول عمري ياد ساتلې شي۔ هغه دعا وكړه چې پاك پروردګار دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔
مضمون کا ماخذ : ایزٹیک گولڈ