اسلام آباد29جولائي (اے پي پي)پاك پوځ د ګرد هېواد په بېلا بېلو برخو كښې په سېلاب ځپلو سيمو كښې سول انتظاميې سره په ګډه په رېسكيو او ريليف اپرېشنز كښې مصروف دے۔ د آئي اېس پي آر له مخې د بلوچستان په اوتهل سيمه كښې په څلورو كليو كښې 2300 كسان محفوظو ځايونو ته منتقل كړے شوي٬ځپلو خلقو ته پناه ګاه او خوراك وركړے شوے٬ كوئټه او كراچۍ پېوست كوٶنكې اېن 25 ټرافېك لپاره بېرته كړې شوي ٬ د پي ټي اے په مرسته د بلوچستان په زياتره سيمو په خاص توګه په لسبېلا كښې ټيلي کميونيکيشن بحال كړے شوے٬ د جولائي وړومبۍ نيټې څخه 467 فيصده اضافي بارانونه شوي۔د بلوچستان په 29 ضلعو كښې د باران او سېلاب له امله په خاص توګه لسبيله، کېچ، کوئټه، سبي، خضدار او کوهلو ځپلې شوي٬ 3953 كورونو ته زيان رسېدلے٬ د بلوچستان په سېلاب ځپلو سيمو كښې حب، ګډاني، بېله اور دودر او جھل مګسي كښې 5 مېډيكل كېمپس جوړ كړے شوي٬ د ائې اېس پي ار تر مخه د ګوادر په بېلا بېلو سيمو كښې د پاك پوځ ډلو ډي واټرنګ بشپړ كړے ٬ په اګور سيمه كښې كوسټل هائي وے ټرافېك لپاره بېرته كړې شوې٬ په جھل مګسي كښې د آرمي ايوي ايشن څورو چورلكو 1.3 ټن د مرستې سامان او داروګان رسولې دي٬ جھل مګسي سره د ګندواه رابطه بيا بحال كړې شوه او په دوه نورو سړكونو د رابطې بحالۍ لپاره هڅې روانې دي دغسې 200 كسان محفوظ ځايونو ته منتقل كړے شوي۔ په خضدار كښې د مولا درياب كښې د اوبو كچه لوړه شوې ٬ د اوبو كچې كمېدو نه پس به د اېن اېچ اے لخوا په M-8 د رابطې كار بيا پېل شي٬ په خضدار كښې جنرل آفيسر کمانډنګد مرستې كارونو نګرانۍ لپاره د بېله او خوا اوشا سيمو دوره كړې ۔ د آئي اېس پي آر له مخې د چمن باب دوستيپاك آرمي ډي واټرنګ ډلو كليئر كړے ٬ ځكه چې دا د سېلاب له امله بند ٶ۔ د پاك پوځ٬ اېف سي او پاكستان كوسټ ګارډ لخوا د ريليف اپرېشن روان دے٬ په ژوب كښې اېف سي اود سول انتظاميې لخوا موبائل فيلډ ميډيکل کېمپ لګولے شوي ٬ د 1570 رنځورانو درملنه شوې ٬ په قلعه سېف الله كښې د سېلابي اوبو نه پس سيمه د مرستې هلو ځلو د لارې كليئر كړې شوې ٬ په زيارت کاوس تنګي سټيشن سره نزدې د سېلاب له امله بند سړك بېرته كړے شوے او د کوئټه په هنه او په نواں کلي سيمه كښې د سېلاب اطلاع ده٬ د رېسكيو او ريليف ډلې په سيمه كښئ كار كوي٬ يواځې په کراچۍ كښې د اوبو د ډي واټرنګ 58 ډلې كار كوي٬ په ټھټھه كښې ګھارو ګرډ سټيشن څخه د آرمي ډي واټرنګ ډلې اوبه وېستې دي٬ په جامشورو كښې 300 كسان محفوظو ځايونو ته رسولې شوي او ريليف كمېپ ئې جوړ كړے ٬ لټھ ډېم د اوور فلو كېدو له امله په M-9 په بېلا بېلو سيمو كښې سېلاب دے٬ په دادو او خېرپور كښې ځائي خلقو ته راشن او داروګان وركړے كېږي۔ د آئي اېس پي آر له مخې په ګلګت بلتستان كښې د کے کے اېچ او د جګلوټ سکردو په سړك ټرافېك بحال كړے شوے ٫د سېلابي اوبو له امله ضلع غذر سره رابط منطقع شوې وه كومه چې بحال كړې شوې او ځائي اولس ته خوراك او داروګان وركړے شوي۔ د دې نه علاوه ضلع ټانك، چترال او صوابۍ كښې هم ډېر خلق ځپلے شوي٬ د چترال مستوج٬ او ټانك ګومل زام روډز ټرافېك لپاره كليئر شوي۔ د پاکستان آرمي، نېوي٬ اېف سي او رېنجرز ډلې د سېلاب ځپلو په ټولو سيمو كښې سول انتظاميه او ځائي کميونټيز سره پرله پسې مرسته كوي
پاك پوځ ګرد هېواد كښې په باران ځپلو سيمو كښې په رېسكيو او ريليف اپرېشنز كښې مصروف دے۔ آئي اېس پي آر
مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپلی کیشنز کے فوائد