اسلام آباد۔23نومبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي پی ټی آئی سره په كومه هم كچه خبرې اترې يا مذاكرات نه كيږي ٬ پي ټي آئي تل د هېواد ګټو ته زيان رسولے دے ٬ كله هم چې د كوم هېواد صدر پاكستان ته راځي يا دلته كوم كنفرنس كيږي دا خلك د احتجاج كال وركوي۔ ٬ په تېر وخت كښې دوئي د چين د صدر دوره لمينځه يوړله او اوس د بېلاروس د صدر دوره ناكامه كول غواړي٬ د پاك پوځ ځوانان د هېواد په خاطر د ځانونو قربانۍ وركوي ٬ د خېبر پښتونخوا اعلی وزير په صوبه كښې د امن بحالولو په ځاے خپل پام احتجاج پلو ګرځولے دے٬ ښه به دا وه چې علي امين ګنډا پور د خپلو خلكو اوښكې پاكې كړې وې٬ د اسلام آباد هائی کورټ احكاماتو څخه وروستو د پي ټي آئي احتجاج غير قانوني دي ٬ اوس چې څوك هم راځي ګرفتارولې به شي٬ املاك ته زيان رسوؤنكو له به نتيجې سره مخامخ كېدل وي٬ كه افسران چې په سياسي هلو ځلو كښی برخه اخلي د هغوي په ضد به سخته كارروائي كولې شي۔ د خالي په ورځ پي ټي وي هېډكوارټرز كښی خبري كنفرنس ته خپل خطاب كښې ده وو??يل پاكستان ته بېلو هېوادونو څخه سرمايه كاري راروانه ده٬ معيشت مخ په ښه كېدو دے٬ ګراني 32 فیصده څخه كمېدو سره 6.9 فیصده ته راغلې ده۔ د روان مالي كال په اولنو درې مياشتو كښی بهر هېوادونو څخه پاكستان ته د 8.8 ارب ډالر ترسیلات راغلي٬ د سود شرح كمېدو سره 15 فيصده تره راغلې ده۔ ده وو??يل د پاکستان سټاک مارکیټ په ګرده نړۍ كښې په دويم لمبر رامخې كېدونكې سټاك ماركيټ جوړ شوے دے۔ ده وو??يل كله هم چې كوم ملګرې هېواد پاكستان كښې سرمايه كاري كول غواړي نو پي ټي آئي د احتجاج كال وركړي۔ پي ټي آئي په تېر وخت كښې دوئي د چين د صدر دوره لمينځه يوړله او اوس د بېلاروس د صدر دور ناكامه كول غواړي۔ ده وو??يل يو اړخ ته اسلام آباد انتظاميه ښار ښكلے كوي ٬ د پاكستان او بېلاروس بېرغونه لګولې شي او بل اړخ ته د خپلو وګړو امنيت لپاره پرېشانه ده٬ آيا د دواړه كارونه په يو وخت كېدے شي۔ ده وو??يل پی ټی آئی سره په كومه هم كچه خبرې اترې يا مذاكرات نه كيږي۔ د پي ټي آئي او د پاكستان د دښمنانو سوچ يو دے۔ داخله وزير محسن نقوي د اسلام آباد هائي كورټ په احكاماتو عمل كولو سره يوازې يو وارې بېرسټر ګوهر سره رابطه وكړه او هغه ته يۍ وو??يل چې د اسلام آباد د هائي كورټ د احكاماتو له مخې په وفاقي پلازم??نه كښې كوم ډول احتجاج ٬ دھرنا يا لاريون غېر قانوني دے۔ اوس چې څوك هم احتجاج لپاره راځي هغه به ګرفتارولې شي۔ وفاقی وزیر وو??يل په كرم ايجنسۍ نور 37 كسان وژلې شوي دي خو د خېبر پښتونخوا اعلی وزير دغلته د تللو زحمت هم ونكړو۔ دې ??اي?? هلته تلې وې او دا يۍ وئيلې وو چې زه د مسئله حل كول غواړم٬ انكوائري كوم دغسې چې امن بحال شي۔ وفاقي وزير وو??يل سويلينز او پوځي اهلكار وژلې شوي دي او دے په اسلام آباد بريد كول غواړي۔ عطا تاړ زياته كړه چې بشری بي بي د سعودي عربستان په ضد بيان ولې وركړو؟ هغه ?? نړيوالو اړيكو تجربه نه لري۔ هغه دا خبرې ځكه كول غواړي چې هغه ملګرو هېوادونو سره د پاكستان اړيكې خرابول او د پرمختګ كار بندول غواړي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده وو??يل په پی ټی آئی كښې ګروپ بندی زياته شوې ده۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده وو??يل كوم هېواد څخه چې دوئي ډالۍ راوړلې نن د هغوي په ضد خبرې كوي۔ ده وو??يل په مسجد نبوي كښې پي ټي آئي ناوړه حركت وكړو۔ ده وو??يل مذهب او سياست ??اي?? مكس نه كړے شي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده وو??يل د ترهګرۍ په ضد د قانون نافذ كوؤنكو ادارو اهلكار قربانۍ وركوي۔ ده وو??يل پي ټي آئي احتجاج كوي او يوه خبره كوي چې زمونږ لارښود خوشې كړۍ۔ ده وو??يل دا عدالتي چارې دي ٬ د غېر قانوني احتجاج اجازت به بالكل وركولے نه شي۔ وفاقي وزير وو??يل ترھګرۍ په ضد پاك پوځ په ښه ډول چمتؤ دے٬ وفاقي حكومت په دې لر كښې خپل كردار ترسره كوي۔ ده زياته كړه چې صوبې دې هم د خپلې ذمه وارۍ احساس وكړي۔ پوليس فورس دے سياسي چارو څخه لرې كړې شي او د دوئي خذمات دې د اولس خېر ښېګړې او د هغوي د ځان او مال تحفظ له وكارولې شي۔
پی ټی آئی سره په كومه هم كچه خبرې اترې يا مذاكرات نه كيږي ٬ د اسلام آباد هائی کورټ احكاماتو څخه وروستو د پي ټي آئي احتجاج غير قانوني دي ٬ اوس چې څوك هم راځي ګرفتارولے به شي : عطاﺀ تارړ
مضمون کا ماخذ : números dupla sena